
ماشومان د الله ج ستره ډالۍ او د کورنۍ د سکون او خوښۍ لویه وسیله ده، ماشومان د کورنۍ تر ټـولو ناتوانه غړي دي ، معصوم ، مینه ناک او د ترحم وړ دي. موږ چې له پیل څخه د ماشوم د روزنې ښه تجربه نه لرو ، په دې برخه کې مو خپل مسوولیت ښه نه دي ادا کړی ، پایله دا ده چې ماشومان مو د نورې نړۍ له ماشومانو سره له هره اړخه توپیر لري.
له بده مرغه زموږ د ټولنې له خلکو سره یوازې دغه فکر وي چې څومره ډير اولاد وزېږوي، او کله چې د ډير اولاد خاوند شي بیا د ماشوم د راتلوونکي او همدارنګه د ښې روزنې لپاره یوه ذره فکر هم نه کوي.
راځم هغه برخې ته چې د مور او پلار لپاره اړینه ګنم په یادو موضوعاتو ته په پام سره د ماشوم په روزنه کې خپل مسولیت په سمه توګه ادعا کړي.
*لومړۍ کورنۍ روزنه
*دویم زده کړې
* څنګه ماشوم کتاب سره اشنا کړي
۱ ــ کورنۍ روزنه : په کورنۍ روزنه کې کله چې ماشوم نړۍ ته سترګې پرانېزي نو د دې روزنه یوازې د مور او پلار په لاس کې وي چې څنګه یې روزي کافر ترې جوړوي او که مسلمان!؟ لکه لمده لښته چې کومې خوا ته یې تاو کړې په همغه طرف تاوېږي.
له بده مرغه باید ووایم چې ډيری مور او پلار په لومړیو کې د زوی سالمې روزنې ته پاملرنه نه کوي، مثلا نه د خوب وخت ورته مشخص کړی وي نه د درس او نه هم د تلویزیون لیدو او نه د لوبو.
ډيری مور او پلار د خپل راحت والي په خاطر خپلو زامنو ته تلویزیون جدا کوټه کې روښانه کوي او دوی خپل خوب کوي که په تلویزیون کې هره صحنه راتله خو دوی موخه دا وي چې یوازې زامن کرار وي ورته چې دغه د سریالونو او نورو فکري وژنو او فکري یرغلګریزو سریالونو کتل دوی ته په راتلونکي کې سخت تاوان پېښوي،
او بل دا چې ډيرۍ وخت ماشوم سخت تحقیروي او وهي ډبوي یې ماشوم به يې لوڅې پښې په لویو لارو او کوڅوکې منډې وهي خو پلار به يې په وړاندې مسوولیت نه احساسوي.
کله کله بیا چې د ماشوم سره لوبې کوي بیا ورته وایي پلانکي ته کنځا وکړه پلانکي ته بد څه ووایه چې دا ټول هغه څه دي چې د ماشوم په روان مستقیما ناوړه اغېز کوي.
۲ ــ زده کړې : دا چې نن سبا د علم او پرمختګ دور دی، نو په لږه هڅه کولی شو په پوره تغیر په خپلو کوچنیانو کې یو مثبت تغیر رالو.
خو تر ډيره ولې ماشومانو له کتاب څخه مینه نه وي او له کتاب څخه یې ښه نه راځي!؟ زما په اند ماشومانو ته د ماشومانو ساعترۍ لپاره موبایل، انټرنټ، ګیم، تلویزیون ، کمپيوتري لوبې او نورې الکتورنیکي وسیلې په لاس کې ورکړي وي، نو بیا هغه به ولې کتاب مطالعه کوي، ښکاره خبره ده، چې د کتاب مطالعه کولو پرځای ماشومانو ته پورته شیان زړه پورې دي او همدا سبب دی، چې د نن ورځې ماشومان د کتاب لوستلو له پلوه ضعیفه دي.
له بده مرغه باید ووایم چې یوه بله ستونزه د زده کړو په برخه کې هم ځیني پلار مور او د کورنۍ نور مشران هغه خپله ایمانداري او صداقت نه کاروي. اول خو به په خپل اولادونو زده کړې نه کوي ، بیا که یې څوک وهڅوي چې په اولاد دې درس ولوله ، نو دومره به وکړي چې یوازې د ښوونځي تر دروازې به يې ور ورسوي ، نور نو د ده دنده ختمه شوه . ښوونکی پوهېـږي چې زده کوونکی یې څه زده کوي او که نه ؟
موږ دا هېـرکړي دي چې یو زده کوونکی په څلورویشتو ساعتونو کې یوازې څلور، پنځه ساعته له خپل ښوونکې سره تېـروي ، پاتې شل ساعته له موږ سره به کورنۍ کې دی. موږ په دې شلوساعتونوکې د ده په ستونزو څومره ځان خبر کړ ، څومره مو له ده سره د مکتب یا مدرسې په کتابونو کې مرسته وکړه ؟؟
څه موده وړاندې په ښوونځي کې زموږ کوچنی ترورزي ټولګي ته ورغلم ، دوه هدفونه مې لرل ، یو دا چې زه د ده له ښوونکي پوښتنه وکړم چې دغه ماشوم په کومه برخه کې او په کوم مضمون کې ستونزې لري او په کوم مضمون کې تکړه دی ، ایا ښوونکي یې ترې خوشاله دي که نه ؟؟ بل هدف مې دا وچې دغه ماشوم ته دا احساس ورکړم چې دی د خپل کورنۍ تر نظر لاندې دی او درسونه مې را پسې څارې .
دا کار یوه بله ګټه هم لري چې ماشوم په خپل ځان د خپل پلار یا ورور د سر سېـوری احساسوي. د زده کړې په نوي میتود کې دا کار ډېـرې ګـټي لري. یوه تن استاد راته ګیله وکړه چې د زده کوونکو پلرونو او د کورنۍ مشرانو چې په کومه ورځ خپل اولاد په ښوونځي کې شامل کړی دی ، له هغې ورځې پرته یې بیا د مکتب دروازه هم نه ده راخلاصه کړې . څو ځله مو د ځینو شاګردانو پلرونو ته لیکونه واستول چې یو ځل ترټولګي یا د ښوونځي تر ادارې راشئ چې اولاد مو په ځینو برخو کې ستونزې لري خو چاته وایي.
ښوونکي یوه زده کوونکې ته ګوته ونیوله ، زما د هغه شاګرد د سترګو نظر کم دی، د کتاب د لوستلو په وخت کې یې له سترګو اوښکې راځي ، څوځله مې د هغه د کورنۍ مشران راوغوښتل چې زه دغه ستونزه ورسره شریکه کړم خو متاسفانه چې په دې برخه کې یې یوه کوچنۍ مرسته له خپل اولاد سره ونکړه.
دلته دی چې سړی په ډاګه ویلی شي چې موږ د خپلو اولادونو په وړاندې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی ، دا خو یې یوه کوچنۍ بېلګه ده چې ما ورکړ په لسګونو داسې نور اړخونه شته چې موږ د خپلو اولادونو په وړاندې مکلف بولي . زما په نظر که څوک غواړي خپل وطن او خپلو خلکوته لوی خدمت وکړي ، خپل اولادونه دې د ښوونې اوسالمي روزنې په ګاڼه بسیا کړي.
که دوی په ریښتیا سره غواړي هېواد ته خدمت وکړي له همدې لارې د پیل وکړي.
۳ ــ څنګه ماشوم کتاب سره اشنا کړي: د ماشوم د کتاب سره اشنا کېدلو لومړی شرط د کتاب سره د کوچني د علاقې دا دی چي کورنۍ په تېره بیا مور او پلار بايد د کتاب او کتابتون په ارزښت پوه وي.
کله چي شپه کيږي، مور بايد يو کتاب له کتابتون څخه راوړي، او ماشومانو ته يې ورکړي، البته چي ددوی له مفکورې سره برابر وي. او پلار د کتاب له لوستلو سره هغوی ته لارښونه کوي، ترڅو د کوچني سر ښه په خلاص سي، دغه هرڅه بايد هره شپه وسي.
هميشه بايد مخکي له بيدېدو څخه، څو پاڼې کتاب مطالعه شي، ځکه دا کار هيڅ فشاري او اجباري نه دئ، بلکي ټول يې بايد د خپلي ميني او علاقې په خاطر ولولي.
د کوچنی دې کار ته متوجې کول، د دې سبب ګرځي چي د کوچني عادت وګرځي، د ماشومانوهڅونه مطالعې ته او د مطالعې سره د کوچني اشنا کېدل، ددې کار په اهميت او ارزښت تر فکرونو زيات مهيم دئ.
د مور او پلار دنده ده چي خپل اولادونه په داسي کار بوخت او پوه کړي، خو زياتي کورنۍ موږ وینو چي دغه کار ان مسخره ګڼي، او هيڅکله د خپلو الادونو د درسونو فکر نه وي ورسره.
يو ښه پوه وايي: که چيري ماشومان د لوبو په څېر د کتاب ويلو ، لوستلو او زده کولو سره ځان عادت او اشنا کړي، نو په حقيقت کي به هغوی د هر ډول ستونزو په وړاندي ټينګ وي، او دوی به پر ستونزو برلاسي وي.