
د نړۍ پنځه لېونۍ او پټې وسلې
ژباړه ډاکټر نېک محمد ويال
که چېرې اوسنۍ ۲۱مه پيړۍ له وړاندې وخت او يا هم په نېږدې تېر کې، له۲۰مې پيړۍ سره پرتله شي نو ژور توپير رامنځ ته شوی دی. په ۲۰مه پيړۍ کې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال کارېدونکې وسلې او اوس مهالې په نوې او پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال وسلې توپيري دي. دلته پنځه هغه تر ټولو سترې، وژنوکې او لېونۍ وسلې درته په ګوته کيږي چې تر اوسه ښايي غښتلو هېوادونو له ځان سره پټې ساتلې وي او تر ډېره به رسنيزې شوې نه وي.
۱- د روسي اټومي ويجاړونکې وسله يا Russia Tsunami Nuclear Apocalypse Torpedo: د روسيې پوځ دغه وسله په ۲۰۰۸ کې تر لاسه کړه. د روسيې بريښنايي کب يا Torpedo لږ وروسته د Poseidon په نوم شوه، چې په لاتين کې Poseidon د بحيرې خدای مانا لري. Poseidon دا وړتيا لري چې په بحيرې کې له استعمال وروسته به سونامي رامنځ ته او د ساحل ټول ښارونه به وران او ژوندي موجودات به وژني. دغه بريښنايي کب وسله داسې د بحر لاندې زلزله يا سونامي رامنځ ته کولی شي چې په تېر کې د طعبيي سونامي به يې ورانۍ ډېرې وي.
د Poseidon اوږدوالی ۶۵ فټ دی او قطر يې ۶،۵ فټ ته رسيږي. Poseidon د يوې مکملې بحيرې لپاره جوړه شوې وسله ده او په ټنونو اټومي سرګولولې له ځان سره اخېستی شي. دغه وسلې ډېره غټه ده او اړتيا ده چې د لېږد لپاره يې ځانګړې ماريين ښکتي وګمارل شي. بريښنايي کب په يو ساعت کې د ۸۰ ميله واټن د وهلو وړتيا لري.
۲- د چين د ځمکي د مخ وژونکی رادار يا China Ionosphere Zapping Radar: چين دغه وسله خپله توليد کړې ده. دغه رادار پياوړی ځواک لري او د تيت - پارک کولو وړتيا لري. دغه رادار د امريکا متحدو ايالتو له HAARP ټېکنالوژۍ سره ورته دی. د چين دغه رادار د ځمکې پر مخ د سونامي او زلزلو د تشخيص وړتيا لري. China Ionosphere Zapping Radar کولی شي چې د چين لپاره د اوبو دننه کښتۍ او نور ماريين وسايل په نښه کړي.
۳- Project Thor: دغه وسله د نړۍ له يو شمېر قوي هېوادونو سره شته ده او پنټاګون يې اوس مهال د پراختيا کار کوي. Thor په لاتين مذهبي اصطلاح کې د تندر او باران د خدای په نوم کارول کيږي. ثور پرمختللې وسله ده خو له اوسنۍ ټېکنالوژۍ سره يو څه محدوديت لري. محدويت يې په دې کې دی چې راډونه يا لښتې يې ګران بيه دي. هر لښته چې له Project Thor څخه پر ځمکه غورځيږي تر ۶ سوه زره ډالر قيمت لري. Project Thor چې په کومه لار مزل کوي نو د خپلې لارې پر سر هر څه له منځه وړي. Project Thor دوه زره پونډ وزن، شل فټ اوږدوالی او يو فټ ډبل پيړ دی. هر کله چې دغه تندر ته ورته وسله پر ځمکه وغورځي نو پراخه واټن تخريبوي او زيان يې د يوې اټومي وسلې په اندازه دی.
۴- Juliette Marine System Ghost: دغه کښتۍ چې د بلا او ديو په نوم نوميږي په اوبو کې نورې کښتۍ په نښه کوي. دغه کښتي په کمپيوټري ډول منېج کيږي او د خپلې شااوخوا په څو ميترۍ کې ښکتۍ رانيسي. Juliette Marine System Ghost کولی شي د اوبو لاندې ماينونه هم په نښه او له منځه يوسي. دغه کښتۍ کې له دوه تر درېيو کپټانان وي. د يوې Juliette Marine System Ghost بيړۍ بيه لس مېلېونه امريکايي ډالر ده.
۵- Seadragon يا بحري آژداها: د امريکا ماريين پوځ پر يوې ښکتۍ کار کوي چې په بحر کې تهاجمي عمليات کوي او د مقابل لوري د بيړيو د نېونې وړتيا به ولري. Seadragon د امريکا متحدو ايالتو بحري پوځ د ټاپ راز وسله دي چې په اړه يې ډېر مالومات نه شته، خو ويل کيږي چې Seadragon په نوې او پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال بحري آژداها دی.