په دويمې نړيوالې جګړې کې روسي دېکتاتور (جوزېف سټالېن) څومره کسان ووژل؟

په دويمې نړيوالې جګړې کې روسي دېکتاتور (جوزېف سټالېن) څومره کسان ووژل؟
ډاکټر نېک محمد ويال

جوزېف سټالېن په ۱۸۷۸ز کال کې زيږدلی وو. دی له ۱۹۲۴ څخه ۱۹۵۳ کال پوري د شوري يووالي ديکتاتور مشر او د کمونېست ګوند منشي وو. جوزېف سټالېن يو ديکتاتور وو، فردي ازادي يې له منځه يوړه خو په ورته وخت کې يې پخوانی شوری يووالی په اقتصادي او پوځي برخه کې ستر هېواد جوړ کړ او شوري يووالي ته يې اټومي ځواک په ميراث پرېښود.

د جوزېف سټالېن په اړه ويل شوي دي چې دی په خټه د ګرجستان وو. دا هم ويل کيږي چې نوموړی اصلي د قفقاز وو. لنډه دا چې جوزېف سټالېن چې د روسيې واک يې په لاس کې درلود له اصله روسی نه وو.

ده د کارل مارکس د کمونېزم لېکنې ولوستلې او په ۱۸۹۹ کال په دې تور چې فکر يې انقلابي شو وو جلاوطنی ته اړ کړای شو. د ناروغۍ له امله دی معيوب شوی وو. يو لاس اوږد او بل يې لنډ وو.

ده د شوري په ديموکراټيک ګوند کې په تدريج سره وړاندې تګ وکړ او د ياد ګوند په بلشويک حکومت کې يې تر وزارت دندې تر سره کړې. جوزېف سټالېن په ۱۹۲۲ کال کې د ياد ګوند منشي شو او تر خپلې مړينې پرې پاتې شو. جوزېف سټالېن په ۱۹۲۴ کال کې د ولادميير لنېن له مړينې وروسته په روسيه کې واک ته ورسېد.

د جوزېف سټالېن په دوره کې څومره کسان وژل شوي:
۱- ګولاګ: د ۱۹۳۰ او ۱۹۵۵ کالونو ترمنځ ګولاګ په روسيه هغه کمپونو ته ويل کېدل چې کارګران په کې اوسېدل. د روسيې حکومت وروستي راپورنه ښيي چې په يادو کمپونو کې تر دوه مېلېونه کسان وژل شوي.

۲- لوږه او وچکالي: له ۱۹۳۲ نه تر ۱۹۳۳ پوري په شوري يووالي کې سخته وچمالي او لوږه پېښه شوه. يادو پېښېو د ياد هېواد تر اووه مېلېونه وګړي هلاک کړل.

۳- اعدام: د جوزېف سټالېن په امر تر يو مېلېون او دوه سوه کسان چې سياسي قضيې يې درلودلې اعدام شوي دي.

۴- تاريخ پوهانو ليکلي دي چې د جوزېف سټالېن په دوره کې شل مېلېونه کسان وژل شوي دي چې له ډلې يې نهه مېلېونه د جوزېف سټالېن په امر او جګړه او نور يې د لوږي او نورو لاملونو په اساس مړه شوي وو.

د جوزېف سټالېن په اړه لس خبرې:
۱- جوزېف سټالېن يو بدبخته ماشومتوب درلود، پلار وهلو، يو لاس يې لنډ وو او د پوځي چوپړ لپاره برابر نه شمېرل کېدو.

۲- د نوموړي په مخ باندې کوچنۍ ننکۍ يا Smallpoxes وې، چې ماشومان به ورته Pocky ويل او دی به پرې مايوسه کېدو.

۳- دی د ډسمبر په ۱۸مه نېټه زږېدلی وو خو د خپلې زږېدنې ورځ يې د ډسمبر ۲۱مې ته تبديله کړې وه.

۴- جوزېف سټالېن د کوچنوالي پر مهال په عيسوي کليسا کې زده کړې تر سره کړې خو د خپلې واکمنۍ کې يې په روسيه کې تولې کليساوې وتړلې.

۵- که څه هم جوزېف سټالېن په مېلېونه کسان وژلي دي خو د اوسنۍ روسيې لوړ مقام د ده د کوښښونو په اساس دی.

۶- جوزېف سټالېن شاعر هم او په سلګونه شعرونه يې ليکلي دي.

۷- جوزېف سټالېن د ولادميير لېنين لپاره سردردی وو. لېنېن واک ته د جوزېف سټالېن په رسولو کې ډېره هڅه وکړه خو وروسته يې ورڅخه ويره درلوده.

۸- جوزېف سټالېن په رحمه انسان وو. په دويمه نړيواله جګړه کې د ده په مشرۍ تر ۴۰ مېلېونه روسان ووژل شول.

۹- نوموړي ته دوه ځلې د نوبل جايزه ورکړل شوې ده. يو ځل په ۱۹۴۵ او بل ځل په ۱۹۴۸ کال کې.

۱۰- جوزېف سټالېن د ۷۴ کالونو په عمر په ۱۹۵۳ کال کې مړ شو.