د دويمې نړيوالې جګړې يوه بله څېره وپېژنئ

د دويمې نړيوالې جګړې يوه بله څېره وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د اسيا له لويې وچې د دويمې نړيوالې جګړې بل سنګري هېواد جاپان وو. هغه مهال د جاپان واک د هېروهېټو په لاس کې وو. هېروهېټو پوره ۵۳ کاله د جاپان مطلقه امپراتور وو. دی په ۱۹۰۱ کې زږېدلی او په ۱۹۸۹ز کال کې ومړ. هغه وخت چې هېروهېتو امپراتور شو نو عمر يې ۲۱ کاله وو.
 
د ماشوم والي پر مهال هېروهېټو د پلار مور څخه جدا شو او هغه وخت دا په جاپان کې يو دود. نوموړي ته د ماشوتوب پر مهال ځانګړې عملي زده کړې ورکړل شوي. د ښوونځي له زده کړو وروسته د امپراتورۍ لوړې زده کړې ورکړل شوې او د وليعهد شهزاده لقب هم ورکړل شو.

د هېروهېټو په دوره کې جاپان ناارامه شو، لامل يې دا وو چې دی نرم مزاجه سړی وو او په پوځ يې پوره اغېز نه درلود. د هېروهېټو په دوره کې د جاپان د واکمنې امپراتورۍ پر وړاندې د پوځ له خوا د کودتا هڅې وشوې خو بريالۍ نه شوې.

د سېنو - جاپاپان جګړې او په منچوريا د جاپان د بريد په اړه هېروهېټو بې لېوالتيا وو، خو د جاپان پوځ ياد بريدونه تر سره او د دويمې نړيوالې جګړې د لومړنيو لاملونو په ډول شمېرل کيږي. که څه هم ده په يادو جګړو د جاپان د دننه کېدو ليوالتيا نه درلوده، خو ډيری وخت به د خپلو پوځيانو څخه د ملاتړ په موخه په پوځي لباس کې د جګړې ليکو ته تللو.

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال چې هېروهېټو د جاپان مشرۍ کوله د دغه هېواد تر دوه نيم مېلېونه پوځيان او تر اته سوه زره ولسي وګړي ووژل شول او په مېلېونه نور ټپيان شول. هغه وخت چې متحدينو د جاپان په هېروشميا او ناګاسکي ښارونو اټوم بمونه وغورځول، نو جاپان په دويمه نړيواله جګړه کې متحدينو ته تسليم شو او دويمه نړيواله جګړه يې د متحدينو په بريا پای ته نېږدې کړه.

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د هېروهېټو په مشرۍ جاپان د نړۍ د سترو او ځواکمنو هېوادونو له ډلې وو، چې تر ټول ستر درېيم بحري ځواک يې درلود. ويل کيږي چې په منچوريا د جاپان بريد د دويمې نړيوالې جګړې پيل او په جاپان د اټوم بمونو غورځول د دويمې نړيوالې جګړې د پای اصلي لاملونه وو.

د جاپان امپراتور هېروهېټو په ټوله دويمه نړيواله جګړه کې د ودلف هټلر او بېنټو ماسوليني ترڅنګ پاتې شو. دی په ۱۹۸۹ز کال کې د سرطالن د ناروغۍ له امله ومړ.

د هېروهېټو په اړه څلور حقيقتونه:
۱- د هېروهېټو له امپراتورۍ وړاندې هم جاپان د نړۍ ترټول ستر نهم اقتصادي، درېيم ترټولو ستر بحري ځواک او د ليګ او نېشن څلورم ستر غړی هېواد وو.

۲- په دويمې نړيوالې جګړې کې له ماتې وروسته هم هېروهېټو په واک کې پاتې شو او چا يې پر وړاندې بغاوت ونه کړ. دی په خپل مرګ ومړ په داسې حال کې چې د جګړې ملګري مشرانو؛ هټلر يې ځان وژنه وکړه او بېنټو ووژل شو.

۳- د نوموړي د امپراتورۍ په اخيرو کې، جاپان د نړۍ تر تولو دویم ستر اقتصادي ځواک جوړ شو.

۴- دی په بيولوژيک ډول عصبي انسان شمېرل کيږي.