ولې هند او پاکستان د کشمير پر سر سره نښتي دي؟ د شخړې لامل څه دی او له کوم وخت پيل شوی دی؟

ولې هند او پاکستان د کشمير پر سر سره نښتي دي؟ د شخړې لامل څه دی او له کوم وخت پيل شوی دی؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
موقيت او پرخوالی:
کشمير د هندوستان او پاکستان ترمنځ د ۸۶ زره ميله ه واټن او شااوخوا ۱۳ مېلېونه وګړو پرته سيمه ده. کشمير له بريتانيا څخه د هند او پاکستان د خپلواکۍ وروسته په دوه ستر برخو ووېشل شو. د هندوستان د کنټرول لاندې سيمه د جمو او کمشير په نوم ياديږي او د پاکستان د کنټرول لاندې سيمه د خپلواکه يا ازاد کشمير په نوم ده.

وګړي: مسلمان او هندوان:
جمو او کشمير درې سترې برخې لري چې جمو، کشمير دره او لداخ سيمې دي. په کشمير دره کې تر ۳ مېلېونه وګړي اوسيږي چې ۳۰ سلنه يې مسلمان او نور يې هندوان دي. جمو کې تر ۴ مېلېونه وګړي اوسيږي چې ۹۶ سلنه يې مسلمان او نور يې هندوان دي او په لداخ کې تر دوه نيم سوه زره کسان ژوند کوي چې نيم يې مسلمانان او نيمايي نور يې بودېستان دي.

د پاکستان تر کنټرول لاندې ازاد کشمير هم په دوه برخو وېشل شوی دی. د ازاد کشمير نفوس يې څلور مېلېونه چې ټول مسلمانان دي او د ګلګت- بلتستان سيمې د وګړو شمېر يې دوه مېلېونه دی چې ۹۹ سلنه يې مسلمانان دي.

تېرې ناندرۍ:
د هندوستان او پاکستان د جدايي په وخت کې کمشير ته اختيار ورکړل شوی وو چې په هند او يا پاکستان پوري وتړل شي. لومړيو کې د خپلواک هېواد د جوړېدو هڅه کېدله خو وروسته د هري سېنګ په نوم د کشمير يو نفوذ لرونکي کس د پاکستان د احتمالي بريد له امله په هندوستان پوري ځان وتړلو.

له ۱۹۴۷ بيا تر ۱۹۴۹ پوري په کشمير کې د هندوستان او پاکستان نښتې روانې وي، خو په ۱۹۴۹ کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړېتوب هندوستان او پاکستان د کشمير پر سره هوکړه وکړه او اوربند اعلان شو.

د اوسنۍ ناندريو لامل:
هندوستان د اساسي قانون ۳۷۰ مادې کمشير ته د هندوستان د نورو ايالتونو په پرتله ځانګړي اختيارات ورکړي وو. کشمير ځان ته اساسي قانون درلود، بيرغ يې جلا وو او په ټولو کورنيو چارو کې اختيار ورکړل شوی وو. خو يوازې په بهرني سياست، دفاع او اړيکو کې د نوي ډيلي د حکومت تر اغېز لاندې وو.

نوی ډيلی پاکستان تورنوي چې د هندوستان تر ولکې لاندې جمو او کمشير کې د بيلتون غوښتونکو په وسله وال کسان حمايه کوي او هڅوي يې چې د هند د حکومت پر وړاندې د خپلواکۍ مبارزه وکړي.

د همدې اګست مياشتې په لومړيو کې د هندوستان واکمن ګوند د تېرو اوو لسيزو هغه امتيازونه چې کشمير ته يې ورکړي وو لغوه اعلان کړل او په زرګونه خپل سرتيري يې کشمير ته ولېږل. په عامو غونډو جوړولو يې بنديز ولګول او همدا ډول يې د ټيلفون او انټېرنېټ سهلتونه بند کړل.

اسلام اباد د نوي ډيلي د دغه پرېکړې وروسته سخت غبرګون وښوود او خبرداری يې ورکړ چې له هرې شونې لارې به کار واخلي ترڅو هندوستان له شوې پرېکړې پر شا کړي.