د دويمې نړيوالې جګړې رهبران څوګ او څومره کسان يې ووژل؟ دویمه برخه - بېنېټو ماسوليني

د دويمې نړيوالې جګړې رهبران څوګ او څومره کسان يې ووژل؟ دویمه برخه - بېنېټو ماسوليني
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په محوري ځواک کې بل ستر او مهم هېواد ايټاليا وه چې د ودلف هټلر په مشرۍ يې د نازي جرمني ملا يې وتړله. ايټاليا د بېنېټو ماسوليني په مشرۍ د دويمې نړيوالې جګړې ته دننه شوه.

۲- بېنېټو ماسوليني:
بېنېټو ماسوليني چې بشپړ نوم يې Benito Amilcare Andrea Mussolini وو، په ۱۸۸۳ز کال کې د پخوانۍ ايټاليا په Romagna کې وزږيد. د بېنېټو ماسوليني پلار آهنګر او ټولنيز فعال، مور يې د ښوونځي ښوونکې وه.

نوموړي د ځوانۍ پر مهال په ايټاليا کې د پوځي اجباري چوپړ څخه د خلاصون په پار سويټزرلاند ته لاړ. هلته يې تر يو وخت پوري د آهنګرۍ چارې پيل کړې خو تر اخيره وانه توانېدو چې دايمي دنده پيدا کړي.

بېنېټو ماسوليني د ښوونځي په دوره کې تکړه زده کوونکی وو او د ځوانۍ پر مهال يې فلسفه ولوستله، سياسي ژورنالېست جوړ شو، تفکر يې لوړ شو او په سياسي لېدلوري کې سوسيالېست شخصيت شو.

هغه وخت چې ايټاليا په لېبيا بريد کړی وو نو ده د ايټاليا د واکمن حکومت پر وړاندې په لاريونونو کې برخه واخېستله او په همدې اساس پنځه مياشتې يې جېل هم تېر کړ. نوموړي د سوسيالېټ ګوند د اخبار د چاپ مسوول او په دې برخه کې يې انعامونه هم ورکړل شوي وو. دی د کارل مارکس له فلسفې اغېزمن وو او په ډيری لېکنو کې يې د مارکس اصلونه او خبرې ذکر کولې.

د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د ايټاليا سوسيالېټ ګوند په دغه جګړه کې د ايټاليا د دننه کېدو ملاتړ وکړ او بېنېټو ماسوليني هم د خپل ګوند دريځ خپل کړ. خو وروسته يې د جګړې سره مخالفت وښوود او غوښتنه يې دا وه چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې بايد ايټاليا بې پرې پاتې شي.

دی د لومړۍ نړيوالې جګړې په جريان کې د کارل مارکس له هغه اصل او نظر يې سره په مخالفت کې شو، چې د کلاس په اساس يې د ملت له منځه وړلو وړاندې وينه کړي وه. بېنېټو ماسوليني په نشنالېزم باور درلود او فکر يې دا وو چې هغه خاوره بايد بېرته د ايټاليايي ملت په لاس کې ورکړل شي چې په تېر کې ورڅخه اخېستل شوې وه.

په ۱۹۲۲ز کال کې د بېنېټو ماسوليني فاشېست ګوند تر دوه سوه کسان په تور لباس کې وسله وال کړل او د ايټاليا د شته حکومت پر وړاندې بغاوت وکړ. دوی د روم په شمول د ايټاليا ځينې برخې ونېولې او په پايله کې د وخت پاچا اړ شو چې بېنېټو ماسوليني د خپلې پاچاهۍ لومړی وزير، کورينو چارو او بهرنيو چارو وزير کړي.

د ودلف هټلر او بېنېټو ماسوليني ملګريتا:
په لومړيو کې بېنېټو ماسوليني د جرمني له واکمن هټلر له سياست سره جوړ نه وو خو لژ وخت وروسته بېنېټو ماسوليني هم د يهوديانو ضد پالېسي چې هټلر درلودله خپله کړه. په ۱۹۳۵ کال کې ايټاليا په اتوپيا بريد وکړ او جرمني په اتوپيا د ايټاليا تسلط په رسميت وپېژندلو. په ۱۹۳۷ کې ايټاليا د ملتونو ټولنه يا League of Nations پرېښود او د جرمني ترڅنګ ودرېده. کله چې په ۱۹۳۸ هټلر په اسټريا هنګري بريد وکړ نو بېنېټو ماسوليني د هټلر ملاتړی شو. ماسوليني همدا ډول ايټاليايی ولس د اريايي ولس سره يو وبله او په ايټاليا کې د يهودانو ضد قانون پلی کړ. له ياد قانون څخه وخت وروسته ماسوليني امر وکړ چې بهرني يهودان دې له ايټاليا ووځي.
 
نوموړي د هټلر په څېر په دويمه نړيواله جګړه کې په مېلېونه روسي، فرانسيوي او د متحدينو  پوځيان د جګړې په ډګر او قتل عام ډول وژلي دي. 

د بېنېټو ماسوليني د مرګ په اړه ويل کيږي چې د سرتيري له خوا په ګوليو ووېشتل شو چې څلور ګولۍ يې په زړه لګېدلې او ځای پر ځای ومړ.

د بېنېټو ماسوليني په اړه لس مشهورې خبرې:
۱- بېنېټو ماسوليني د ښوونځي په دوره کې خپل يو تولګيوال، خپله جينۍ ملګرې او څو نور زده کوونکي په چاړه ووهل او په همدې اساس له ښوونځي وشړل شو.

۲- نوموړي په ۱۹۱۵ز کال کې د ايټاليا فاشېسټ ګوند جوړ کړ او په ۱۹۲۳ کې د همدې ګوند له لارې د لومړي وزارت څوکۍ ته ورسېد.

۳- هټلر د بېنېټو ماسوليني څخه اغېزمن وو او د نوموړي په لېدو يې وژړل. او هټلر وروسته له هغې ځان وژنه وکړه چې د بېنېټو ماسوليني له مرګ خپر شو.

۴- بېنېټو ماسوليني خپل زوم په دې جرم اعدام کړ چې د ځان په اړه د وژنې دسېسې شک يې پرې راغی.

۵- نوموړی د ماشومتوب او ځوانۍ په دورو کې شرکش، باغی او ستونزې جوړونکی شخص وو.

۶- بېنېټو ماسوليني به ويل چې هر څه بايد دولت دننه وي، هېڅ څه بايد دولت بهر او ضد ونه اوسي.

۷- د نوموړي بله مشهوره وينا دا ده، "فاشېزم دين دی. شلمه پيړۍ به د فاشېزم د پيړۍ په نوم ياديږي."

۸- نه فعاليت د مرګ په مانا دی.

۹- د ديموکراسۍ او فاشېزم ترمنځ مبارزه پای نه مومي. يا به دوی وي او يا هم مونږ.

۱۰- مونږ له هغه چا سره مجادله نه کوو څوګ چې زمونږ سره موافق نه وي، مونږ دوی له منځه وړو.