د دويمې نړيوالې جګړې رهبران څوګ او څومره کسان يې ووژل؟ لومړی برخه - ودلف هټلر

د دويمې نړيوالې جګړې رهبران څوګ او څومره کسان يې ووژل؟ لومړی - ودلف هټلر
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

دويمه نړيواله جګړه په ۱۹۳۹ کال کې شروع او په ۱۹۴۵ کې پای ته ورسېده. يادې جګړې نړۍ په درېيو برخو وېشلې وه. محوري ځواک، متحدين او بې پرې هېوادونه. په ياده جګړه کې تر ۷۵ مېلېونه کسان ووژل شول. دلته هغه څېرې در ښييو چې په دويمه نړيواله جګوه کې يې د محوري او متحدينو جبهو مشرۍ کوله.

۱- ودلف هټلر: په ۱۸۸۹ز کال کې په اسټريا کې زېږدلی وو. په ۱۹۳۳ز کال کې يې ګوند چې د نازي په نوم وو د پارلمان له لارې واک ته ورسېد او هټلر د جرمني مشري په لاس کې واخېسته. هټلر په ماشوتوب کې شوخ او باغي وو، پلار به يې د کړنو خلاف خو مور يې ملاتړ کولو. د په ښوونځي کې بد سلوک کولو او په همدې اساس يې درس پرېښود او لوړې زده کړې يې نه درلودې. هټلر د مور له مړينې وروسته له سختې غريبۍ سره مخ شو. په خلکو به يې اوبه خرڅولې او له کرنې سره يې مينه وه. دی په دين عيسوی وو او له يهوديانو يې کرکه کوله. دی په دې عقيده وو چې په جرمني او اسټريا کې د يو حکومت دنده دا ده چې يهودان له منځه يوسي. نوموړي د يهودانو او اريانانو ترمنځ په واده کولو باندې هم بنديز لګولی وو.

هټلر په انځورګرۍ، د کارتون په رسمۍ او اخبار لېکنه کې مخکښ وو. د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال سرتیری وي چې په چپ ورنه کې سخت ټپي هم شوی هم وو.

ودلف هټلر په ۱۹۲۳ کال کې د ناکامۍ کودتا هڅه وکړه. له حکومت سره په مبارزه کې ۲۰ پوځيان ووژل او له هېواد سره د خیانت په جرم په زندان کې واچول شو. نوموړی په پنځه کاله بند محکوم شو خو يوازې يې يو کال د زندان دننه تېر کړ او په ۱۹۲۴ز کال کې را خوشی شو.

هغه وخت چې هټلر له بند ازاد شو چې د جرمني واکمن حکومت اقتصادي پرختيا ته توجه وه او د سياسي فعاليت ساحه يې تنګه کړې وه. په همدې اساس هټلر له حکومت سره ژمنه وکړه چې واک ته د رسېدو لپاره به له سوله ييزو او سياسي لارو کار اخلي.

کله چې د امريکا او بريتانيا په ملاتړ روسي پوځيان جرمني ته دننه شول او هټلرخبر شو چې ايټاليايي مبارزه کوونکو بېنوټو مسوليني هم وژلي، نو له خپلې نوې واده کړل شوې ميرمنې سره يې يو ځای ځان وژنه وکړه. روسي پوځيانو په داسې وخت کې د هټلر وجود پيدا کړ چې په بشپړ ډول سوځېدلی وو او يوازې لاندې ژامه يې پاتې او وپېژندل شوه چې د ودلف هټلر جسد دی.

هټلر د دويمې نړيوالې په جګړې په جريان کې يوولس مېلېونه کسان په ډله ييز ډول ووژل چې پنځه نيم مېلېونه يې ولسي يهودان هم وو. نوموړي د همدې جګړې په ترڅ کې دوه سوه زره رومانيان هم قتل عام کړل. د جګړې په ډګر کې د هټلر پوځيانو درې مېلېونه روسي سرتيري هم تر خاورو لاندې کړل.

د هټلر په اړه لس مشهوري خبرې:
۱- هټلر په خټه د اسټريا وو، خو د جرمني طعبييت اخېستی او د جرمني سره يې دومره مينه وه چې د خپلې واکمنۍ په دوره کې يې په خپل پلارني هېواد بريد وکړ ترڅو د جرمني برخه يې جوړه کړي.

۲- نوموړي انځور ګري کوله. د پيسو يوازينې لار يې هم دا وه، خو دومره پيسې يې نه شوې پيدا کولی چې د ځان پالنه پرې وکړي. هټلر د څو کالونو لپاره کور نه درلود او د شنه اسمان لاندې يې ژوند کولو.

۳- هټلر په خپلواکه نوماندۍ په ټول ژوند کې ټاکنې نه دي ګټلې. کوم وخت چې واک ته ورسېد نو ګوند يې اکثريت تر لاسه او دی د واک په ګډۍ کېناست.

۴- د نوموړي په دوره کې د يهودانو، روسانو او رومانيانو عامه وژنه د نازي جرمني په کمپونو کې کېدله. خو هټلر هېڅکله له هغه کمپونو لېدنه نه ده کړي چېرته چې عام وژنې کېدلې او نه يې هم په څرګنده د عام وژنې امر ورکړی خو د خپلو پوځيانو له يادو کړنو خوښ وو چې قتل عام به يې کولو.

۵- نوموړي مختلفې خطرناکې ناروغۍ درلودلي او ويلي کيږي چې نوموړي د دوه هګيو (testicle) پر ځای يو هګۍ درلودله.

۶- پر نوموړي تر ۲۰ د وژنې بريدونه شوي دي، ټپي شوی وو خو په کوم بريد کې ونه وژل شو.

۷- هغه وخت چې هټلر په بند کې وو نو خپله سياسي کړنلاره يې (زما جګړه) تر عنوان لاندې وليکله.

۸- واک ته د ده له رسېدو وړاندې د ټايمز مګزين په نوم يو اخبار د لومړي ځل د هټلر انځور (د کال سړی) تر عنوان لاندې په خپل اخبار کې خپور کړ.

۹- ودلف هټلر د ماشوتوب ستر ارمان دا وو چې د کاتوليک عيسوي دين مذهبي سړی جوړ شي.

۱۰- هټلر شپږ وړونه او خويندې درلودې، چې ټول په ماشوالي کې مړه شول.