دويمې نړیوالې جګړې څومره انساني تلفات درلودل؟ دلته يې ولولئ

دويمې نړیوالې جګړې څومره انساني تلفات درلودل؟ دلته يې ولولئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

دويمه نړيواله جګړه چې له لومړۍ نړيوالې جګړې يې هم تلفات ډېر وو او د نړۍ په ټول تاريخ کې بې سارې جګړه شمېرل کيږي. دغه جګړې پوره شپږ کاله او يوه ورځ دوام وکړ چې په بې رحمۍ سره انسانانو يو بل سره په کې ووژل او د انساني طعبييت د تاوتريخوالي ثبوت يې پرېښود.

د د غه جګړې په جريان کې تر ټول زيات انساني، مالي، مادي او د تخريب تلفات روسيې ته ورسېدل چې د څو لسيزو لپاره يې روسيه شاته ورغورځوله. د نورو هېوادونو تلفات په لاندې ډول سره ترتيب شوي دي.
 
۱- شوري اتحاد يا اوسنۍ روسيې: له شل مېلېونه څخه تر ۲۷ مېلېونه پوري پوځي او ولسي وګړي يې ووژل شول؛

۲- چين، له ۱۵ مېلېونه تر ۲۰ مېلېونه پوځي او ولسي وګړي يې ووژل شول؛

۳- جرمني، له شپږ مېلېونه تر اووه مېلېونه پوځي او ولسي وګړي يې ووژل شول؛

۴- پولنډ، له ۵ مېلېونه تر ۶ مېلېونه پوځي او ولسي وګړي يې ووژل شول؛

۵- جاپان، له دوه مېلېونه تر درې مېلېونه پوځي او ولسي وګړي يې ووژل شول؛

۶- بريتانوی هند، له دوه مېلېونه تر درې مېلېونه پوځي او ولسي وګړي يې ووژل شول؛

۷- يوګسلاويا، له يو مېلېونه تر يو نيم مېلېونه پوځي او ولسي وګړي يې ووژل شول؛

۸- فرانسه، شااوخوا شپږ سوه زره پوځي او ولسي وګړي يې ووژل شول؛

۹- هنګري، شااوخوا څلور نيم سوه پوځي او ولسي وګړي يې ووژل شول؛

۱۰- د امريکا متحد ايالت، شااوخوا څلور سوه زره پوځي او ولسي وګړي يې ووژل شول.

د وېکېپېديا د مالوماتو په اساس، په دويمې نړيوالې جګړې کې ټول - ټال له ۷۰ مېلېونه تر ۸۵ مېلېونه انسان د جګړې، لوږۍ، تندې، او د جګړې په اساس د پېښو ناروغيو له امله ووژل شول، چې تر پنځوس مېلېونه يې ولسي وګړي او ۲۵ مېلېونه يې پوځيان وو.

دغه جګړې په مېلېونه انسان يې معيوب هم پرېښودل چې ځيني يې د جګړې په پر مهال ټپي شوي وو او ډيری شمېر يې په جګړې کې د کارول شوې وسلو او باروتو پر اساس د مور له نسه معيوب پيدا شول او حتی تر نن هم دا لړۍ دوام لري.

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په مېلېونه کسان ژوندي په زندانونو کې هم واچول شول چې وروسته د عام وژنې په ډول ووژل شول چې شمېر يې تر پنځه مېلېونه رسيږي.

د جګړې را وروسته په شوې څېړنو کې وښودل شول چې د ودلف هټلر په مشرۍ د نازي جرمني پوځونو تر دوه نيم مېلېونه يهودان په ډله ييز ډول وژلي. په ياده جګړه کې د ټولو وژل شوي يهودانو شمېر له پنځه مېلېونه هم زيات حساب شوی دی.