
دويمه نړيواله جګړه چا وګټله؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
دويمه نړیواله جګړه پر پولنډ د جرمني له يرغل وروسته پيل شوه، چې د نړۍ کابو ديرش هېوادونه يې د محور او متحدينو په نوم په دوه ډلو او سنګرونو سره ووېشل او د جګړې ډګر ته يې سره دننه کړل.
د دويمې نړيوالې جګړې وړاندې په ۱۹۳۳ز کال کې ودلف هټلر په جرمني کې د پارلمان اکثريت خپل کړ او له دې لارې واک ته ورسېد. د جرمنې په ګاونډ کې ايټاليا او د هغې فاشېسټ لومړی وزير بېنټو مېسولني هم د جرمني تر څنګ ورغی او د اسيا له لويې وچې يې د جاپان امپراتور هېروهېټو په محور پاور کې د جرمني او ايټاليا ملاتړ شو.
په متحدينو کې د جوزېف سټېالن په مشرۍ شوري يووالی، د فرنکلن ډي رېزوفلټ په مشرۍ د امريکا متحدو ايالتو، د وېن سټن چرچېل په مشرۍ د انګستان حکومت او د چای نګ کای شېک په مشرۍ د چين حکومت د متحدينو په نوم سره يو؛ د جرمني، ايټاليا او جاپان پر وړاندې يې سنګرونه ونېول.
همدا ډول فرانسه، پولنډ، يوګسلاويا، انډيا، يونان، نېدرلېنډ، بلجيم، ناروې، لوګزمبرک، چکسلواکيا او يو شمېر نور هېوادونه د متحدينو په جبهه کې شول؛ هنګري، رومانيا، بلغريا او کروشيا د محور ځواک په جبهه کې ودرېدل.
د دويمې نړيوالې جګړې د پای شيبې:
۱۹۴۴ ز کال د پسرلي موسم وو، چې جرمني ځواکونو په اروپا کې خپلې وسلې پر ځمکې کېښودې. د همدې کال په مې مياشت کې امريکا او بريتانيا په اروپا کې د اروپا د بريا ورځې په نوم ورځ تجليل کړه.
د ۱۹۴۴ کال په اګسټ مياشت کې د امريکا متحدو ايالتو حکومت د جاپان په هېروشميا او ناګاساکي ښارونو اټوم بمونه وغورځول. د اکسټ په ۱۴مه جاپان متحديونو ته تسليم شو او په تاريخ کې دغه ورځ د جاپان څخه د بريا ورځې په نوم ثبت شوې ده.
۱۹۴۴ د اپريل په ۱۶ نېټه شوري ځواکونو د جرمني برلين ښار ته تر يو مېلېونه پوځونه دننه کړل. دغه پوځونه په قوي وسلو او توپونو سمبال وو چې د جرمني برلين ښار يې د جګړې په اور بدل کړ. د نازي المان پوځونو تر يو وخته مقاومت وکړ خو د اپريل مياشتې په ۲۹مه نېټه د ودلف هټلر په مشرۍ جرمني پوځي جنرالانو نوموړي ته وويل چې د وسلو او مهماتو له نشتون سره مخ دي. هټلر له دوی غوښتنه وکړه چې له د برلين له ښار وتښتي او په ورځ يې له خپلې نوې واده کړې ميرمنې سره يوځای ځان وژنه وکړه.
په پايله کې د ۱۹۴۵ز کال سېبمټپر مياشتې په دويمه نېټه دويمه نړيواله جګړه چې پوره شپږ کاله او يو ورځ يې دوام کړی وو، مېلېونه انساني وژلي، معيوب کړي او په مېلېاردونه ډالر مالي تلفات يې رامنځ ته کړي وو، د متحدينو د بريا او محوري ځواک په ماتې سره پای ته ورسېده او په پايله کې يې د متحدينو په ځواک کې ستر هېوادونو د نورو نړيوالو جګړو د مخنيوي په پار د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵ز کال کې تاسيس کړ.