
د دويمې نړيوالې جګړې په اړه عمومي مالومات دلته ولولئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
دويمه نړيواله جګړه يا World War Second له لومړۍ نړيوالې جګړې را وروسته په نړۍ کې خونړۍ، نړۍ شموله او ستر مالي او انساني تلفات لرونکې جګړه وه. د انساني بشر په تاريخ کې لومړۍ او دويمه نړيواله جګړې هغه دوه جګړې دي چې د نړۍ له نيمي ډېر هېوادونه سره په کې ښکر په ښکر شول. د نړۍ تر دېرشو هېوادونو په دې جګړه کې برخه اخېستې وه. په دې لېکنه کې د دويمې نړيوالې جګړې په اړه لنډ خو عمومي مالومات در سره شريک کوو.
۱- د دويمې نړيوالې جګړې د پېښېدو لامل:
د دغه جګړې د پېښېدو لومړی لامل د نازي جرمني له خوا په پولنډ يرغل ښوودل کيږي، چې د نړۍ هېوادونه يې د يرغل شوي او يرغل کوونکي په ملاتړ په دوه برخو سره ووېشل. دا چې ولې جرمني په پولنډ بريد وکړ لامل يې دا په ګوته کيږي چې د لومړۍ نړيوالې جګړې په پای ته رسېدو سره داسې پرېکړه وشوه، چې د جرمني او ايټاليا ګټې په خوندي نه شوې او يادو دوه هېوادونو د لومړۍ نړيوالې جګړې د جبران په پار يوې بلې جګړې ته مخه کړه چې پايله يې دويمه نړيواله جګړه شوه. خو په پولنډ د جرمني له بريد وړاندې جاپان په ۱۹۳۱ز کال کې په منچوريا يرغل کړی وو.
۲- د پېښېدو نېټه:
۱۹۳۹ز کال وو، د سېپټېمبر مياشتې لومړۍ نېټه وه، چې د ودلف هټلر په مشرۍ د نازي جرمني پوځونو په پولنډ بريد وکړ او دوه ورځې وروسته يانې د سېپټېمبر په درېيمه نېټه فرانسې او انګلستان د نازي جرمني پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.
۳- د جګړې ښکېل هېوادونه:
د دويمې نړيوالې جګړې په پيل کې دغه جګړه د اروپا په لويه وچه کې محدوده وه او اروپايي هېوادونه د يو بل پر وړاندې سره ودرېدل، خو يو څه وروسته جګړې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم سرعت وکړ او په يوې نړيوالې جګړې بدله جګړه شوه. د جګړې په ترڅ کې د نړۍ هېوادونه په دوه ستر برخو سره ووېشل شول، محوري ځواک يا Axis Powers او متحدين يا Alies Powers. د يادونې ده چې د محور او متحدينو په ډولو کې د جګړې په جريان درزونه پيدا شول، د متحدينو يو شمېر هېوادونه له محور او دمحور يو شمېر هېوادونه له متحدينو سره يو شول. په متحدينو کې ستر غړي هېوادونه روسيه، امريکا متحده ايالت، انګلستان اوچين وو. همدا ډول به محور کې ستر هېوادونه جرمني، جاپان او ايټاليا وه.
۴- د پای نېته:
دغه جګړه د سېپټېمبر مياشتې په دويمه نېټه، ۱۹۴۵ز کال کې پای ته ورسېده، چې شپږ کاله او يوه ورځ يې دوام وکړ. په پايله کې محوري ځواک چې د ودلف هټلر په مشرۍ نازي جرمني، د هېروهېټو په مشرۍ د جاپان امپراتوري او د بېنټو مسولينو په مشرۍ د ايټاليا امپراتوري وه له منځه لاړ. د امريکا روسيې، چين او انګلستان په مشرۍ متحدينو بريا تر لاسه کړه.