د مسکو هغه وسله او سېسټم چې واشنګټن يې نه لري

د مسکو هغه وسله او سېسټم چې واشنګټن يې نه لري
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي ويب پاڼې څښتن

اِس - ۵۰۰، د روسيې له ځمکې څخه هوا ته د مزايل تهاجمي او دفاعي سېسټم دی. دغه سېسټم د روسيې د اوسني دفاعي سېسټم يانې اې-۱۳۵ ځای ناستی او د اِس-۴۰۰ لوړ ډول دی. اِس - ۵۰۰ د بالسټيک مزايلو ضد سېسټم ته دی، چې په هوا کې بالسټيک مزايل خنثی کولی شي.

اِس - ۵۰۰ د امريکا متحدو ايالتو د Terminal High Altitude Area Defense سېسټم سره ورته لري خو د روسيې دغه وسله واشنګتن سره نشته او تر هغې لوړه ده. ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۲۰ز کال پوري به مسکو اِس - ۵۰۰ په خپلې خاورې کې ځای پر ځای کړي، چې د امريکا او نورو هېوادونو د بالسټيک مزايلو د احتمالي بريدونو مخه به پرې ډب کړي.

اِس - ۵۰۰ کولی شي، چې د امريکا په شمول د نورو هېوادونو د لويو وچو وېشتونکي بالسټيک توغندي يا intercontinental ballistic missiles له منځه يوسي. دغه دفاعي سېسټم کولی شي چې په ورته وخت کې تر لسو بالسټيک توغندې وپيژني او هم يې له منځه يوسي. اِس - ۵۰۰ دومره حساس دی، چې که چېرې يو بالسټيک توغندی پنځه کليو مټره واټن په يوې ثانيې کې وهلی شي، بيا هم ترې نه خطا کيږي.

د بالسټيک توغنديو ترڅنګ اِس - ۵۰۰ دفاعي سېسټم په هوا کې د hypersonic cruise missiles د خنثی کولو وړتيا هم لري. hypersonic cruise missiles هغه مزايل دي چې سرعت يې د انسان د غږ له سرعت څخه پنځه ځلې ډير دی.

مسکو د ۲۰۱۸ په مې مياشت کې تر ټولو ستر واټن وهوونکی اِس - ۵۰۰ و ازميلو چې د امريکا او يو شمېر اروپايي هېوادونو غبرګونونه يې راپورته کړل. مسکو له دې وړاندې د اِس - ۴۰۰ په نوم د هوايي دفاع سېسټم درلود.

ترکيه لومړی هېواد دی چې له مسکو څخه يې پخوا د اِس - ۴۰۰ سېسټم اخېستی وو او اوس مهال يې د اِس - ۵۰۰ دفاعي سېسټم د اخېستو غوښتنه کړې ده. هغه هېوادونو چې له روسيې څخه دغه پرمختللې وسله اخلي د امريکا متحدو ايالتو له سخت غبرګون او اقتصادي بنديزونو سره مخ کيږي.

د اِس - ۴۰۰ او اِس - ۵۰۰ ترمنځ يو ستر توپير دا دی، چې اِس - ۵۰۰ په څلورو ثانيو کې ځواب وايي کومه چاره چې د اِس- ۴۰۰ له خوا په لسو ثانيو کې تر سره کېدله.