
انتلانتيک بحيره کې د برميوډا مثلث: چېرته چې کښتۍ او الوتکې غرقيږي
ډاکټر نېک محمد ويال
د برميوډا مثلث يا Bermuda Triangle د شمالي انتلانتيک بحيري په لوېدېځي برخه کې د يو شمېر جزيرو ټولګه ده، چې له خطر ډکه سيمه شمېرل کيږي او د بحيرې د وژنکې برخې په توګه پېژندل شوې ده. Bermuda Triangle شااوخوا دوه مېلېونه کليو متره مربع پرخوالی لري خو د ساينس پوهان ترمنځ يې په پراخوالي او لوړوالی کې توپير شتون لري.
برميوډا مثلث په انتلانتيک بحيري کې هغه سيمه ده، چې که چېرې کښتۍ نېږدې واټن کې ورشي او يا يې هم پر هوا الوتکې الوتنې لري، نو سقوط کوي او د اوبو تل ته رسيږي. ساينس پوهانو په دې برخه کې ډېرې څېړنې کړي دي ترڅو مالومه کړي چې ولې دغه سيمه داسې يو ډول جذب او نېونه لري.
۱- په مذهبي او کلتوري ډول ويل کيږي چې برميوډا مثلث يو خارق العاده سيمه ده، چې پرته له کوم څرګند لامل څخه؛ کښتۍ، الوتکې او يا بل هر موجود په کې د بحر دننه غورځيږي.
۲- طعبيي اغېز: د ساينس پوهانو په څېړونو کې ښوودل شوي دي، چې په طعبيي ډول سره د اوبو دغه برخه د مقناطيسي جذب درلودنکې ده او هره هغه اوسپنېزه آله چې ورسره نېږدې واقع شي د ځان په لور يې را کش کوي.
څېړونکي دا هم وايي چې د انتلانتيک بحيري دننه شته ډبرې هم دا وړتيا لري چې اوسپنه لرونکې شيان د ځان په لور را کش کړي او برميوډا مثلث هغه برخه ده چې د بحيرې دننه ډبرې په کې نيږدې پرتې دي.
بحيري جريان يا Gulf Stream: څېړنو دا هم ښوودلې ده چې په برميوډا مثلث کې د اوبو جريان تاويږي او په دې اساس يې چې فشار يې ډېر لوړ دی نو لامل کيږي چې الوتکې او ښکتۍ په کې غرقې شي.
د برميوډا مثلث مشهورې پېښې:
۱- د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۱ز کال کې يوه امريکايۍ بيړۍ د برميوډا په مثلث کې دننه او غرقه شوه؛
۲- د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال دوه سترې د Cyclops په نوم بيړۍ هم د برميوډا مثلث خوراک شوې.
د برميوډا مثلث د وجود په اړه بيلا بيل لاملونه او ادعاوې شته دي، خو تر اوسه پوري کوم جامع او ټولو ته د منلو وړ لامل نه دی په ګوته شوی.