د روسيې بحري ځواک

ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
پخوانی شوري يووالی او اوسنۍ روسيه، چې په ۱۹۱۸ز کال کې د لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته او بيا په ۱۹۴۵ز کال کې د دويمې نړيوالې جګړې بريالۍ را ووتلله، کمونېزم او مارکسېزم ايديالوژيو په درلودو، د نړۍ زبرځواک هېواد جوړ شو. روسيې د دواړو نړيوالو جګړو په ترڅ کې د متحدينو ترڅنګ وه، خو ستر مالي او انساني تلفات ورته ورسېدل. اقتصاد يې وځپل شو او په مېلېونه وګړي او سرتيري يې ټپيان او ووژل شول.

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته چې نړۍ دوه قطبي شوې وه؛ امريکا او شوري يووالی د نړۍ دوه ستر زبرځواک يا هجمونيک ځواکونه وو. د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د روسيې او امريکا يووالی مات شو او داوړه هېوادونه د دښمن په ډول د يو او بل پر وړاندې سړې جګړې ته سره دننه شول. د سړې جګړې په ترڅ کې نه يوازې روسيې د امريکا پر وړاندې ماته وخوړه، بلکې په سياسي، پوځي او اقتصادي ډول په بنسټزه توګه وځپل شوه.

له سړې جګړې را وروسته روسيې يو ځل بيا په نړۍ کې د زبرځواک د جوړېدو هڅې پيل کړې، چې اوس مهال د امريکا متحدو ايالتو سره ډغرې وهي. په ۲۰۱۸ز کال د روسيې د بحري ځواک په اړه دغه لنډه وېډيو مو د روسيې له بحري ځواک خبروي.

د روسيې بحري ځواک په ۱۶۹۲ز کال کې تاسيس شو او تر ۱۹۱۷ پوري يې د پام وړ پرمختګ وکړ. په ۱۹۱۷ز کال کې د روسيې دننه انقلاب رامنځ ته شو، د لومړۍ نړيوالې جګړې وروستي کالونه وو، چې په پايله کې يې د روسيې بحري ځواک هم وځپل شو.

مسکو د سړې جګړې وړاندې يو ځل بيا ځان غښتلی او بحري پوځ يې د باور وړ شو، خو په سړې جګړې کې له ماته وروسته يې بحري ځواکونه هم بد اغېزمن شول. له ۱۹۹۲ را وروسته بيا تر نن پوري، روسيه د نړۍ د غښتلو بحري ځواکونو له هېوادونو څخه شمېرل کيږي.

د روسيې بحري پوځ اوس مهال تر يو سلو پنځوس زره انساني پرسونل او تر يوسلو اوويا بحري زياتې بحري سترې او کوچنۍ بيړۍ او الوتکې لري. د يادونې چې د روسيې بحري پوځ په پرمختللو وسلو سمبال شوی دی، چې د اوبو د لېرې واټن وېشتونکې وسلې په کې شاملې دي.
 
د روسيې په بحري پوځ کې اوس مهال د فعالو بحري جنګي بيړيو شمېر:
یوه aircraft carrier: هغه بحري بيړۍ ده چې د بحر دننه د هوايي ډګر په ډول کار کوي؛
يوه battlecruiser بيړۍ چې زغرواله ده او د بحر دننه نورې بيړۍ لېږدوي؛
درې دانې cruiser بيړۍ چې د اوبو دننه بيلا - بيلې پیچلې دننې تر سره کوي؛
پنځلس destroyers بيړۍ، هغه بيړۍ دي چې د مقابل لوري بحري ځواک په نښه کوي او له منځه يي وړي؛
لس دانې frigates نومي بيړۍ؛
يو اتيا دانې د corvettes په نوم کوچني جګړيزې بيړۍ؛
۲۰ دانې landing ship tanks، هغه وسايلې دې، چې سرتيري، موټرې، ټانکونه او وسلې د بحر تر ساحلونو رسوي؛
۳۲ دانې landing craft بيړۍ کومې چې د اوبو له منځه مهامات او سرتيري وچې ته راوړي؛
يوه دانه patrol ship چې ستر پلټونکي عمليات کوي؛
۴۲ دانې patrol boats چې له خپلو بحري وسايلو ګزمې کوي؛
۴۶ دانې MCMV بيړۍ، چې د اوبو لاندې مايونونه له منځه وړي؛