د انسان ښکلا د خبرو په نرمښت او حوصله کې ده !

 

يوې زړې مېرمنې به تر ډېره راته زنګونه وهل، اکثره وخت به يې د مختلفو رنځونو د تاثيراتو او وقائيوي لارو چارو په اړه پوښتنې کولې، کله نا کله به يې خبرې ډیرې اوږدې شوې، ما ته به يې آن په رسمياتو کې هم ستونزه جوړوله، خو ما به نزاکتاً د هغې ټيليفوني اړيکه نه پرې کوله. شايد هغې به هم احساس کړی و چې په اوږدو خبرو سره ما ته په رسمي وخت کې مزاحمت کوي، نو يو څه وخت يې راسره اړيکه ونه نيوله، خو څو مياشتې وروسته يې راسره بيا ټيليفوني اړيکه ونيوله او راته يې وويل: زويه! تا ته مې ډېر وخت مزحمت کړی دی، په دې اړه بښنه غواړم.
اصل کې زه يوه داسې مور يم چې اولاد مې نه کېږي، بل هيڅ کوم مرض نه لرم، د مختلفو رنځونو په پلمه تا ته زنګونه وهم چې ډېرې خبرې راسره وکړې، ځکه ته يواځينی ځوان يې چې راته د #مور_جانې خطاب کوې.
يادونه:
له يو چا سره زمونږ احترام، په خبرو کې د ښايسته الفاظو انتخاب، مقابل لوري ته د مينې او عاطفې په القابو خطاب او په خبرو کې نرمي شايد هغوی ته د ډېرو سترو سترو محروميتونو د نه شتون ښکلی احساس ورکړي.

ښه چلند، نېکه خبره او آن پر مخ باندې مسکا ساتل هم صدقه ده، راځئ چې په دې ډګر کې له يو بل سره سيالي وکړو