د پوهانو خبرې که ادبـــــــــــــي مرغلرې!!

ــــ پام مو وي د نیک چلنۍ لپاره ښه سلاکارستاسې وجدان دی.
ـــ ساد ګي د کلیوالو سره ده او خوږه ژبه له ښاریانوسره، بشپړ سړی هغه دی چې دواړه ولري.

ــــ په یاد ولرئ : د هر سړي د نـن فکر، دهغه سبا جوړوي.

ــــ تاسې لکه څنګه چې غواړئ همغسې کیږئ، د خپل زړه په آیینه کې وګورئ،ښاد،موفق،مثبت،نیکمرغه،روغ سالم او خوش طبیعته، دا ټول صفتونه له خپل ځان سره وړوبوله،له شک پرته به ستا د ذهن مقناطیس دا ټولي نیکمرغۍ،آرامی او تندرستی را جذب کړي!

ـــــ پام مووي: د خوشاله اوسیدو لپاره له کېنې اوکرکې فاصله ونیسئ!

ـــــ خـپل زړه پاک وساته ، د چا په زړه کې چې خزان وي، د هغو په لاسونو کې ګلونه نه غوړیږي!

ـــــ دا مه هیروه: هیڅکله د ( منـنې، ژوندی اوسې، کور مو ودان) له کلموڅخه ستړی نه شئ !

ـــــ له یاده مه وباسئ: هر څومره چې شرته زیاته پاملرنه وکړئ،هغومره په شر کې نښلې !

ــــ ایا پوهیږئ:نیکمرغي نه په زیات مال کې ده ،نه مقام کې،نه په ډیرواولادونواونه علم کې،نیکمرغي یومعنوي شی دی،چې په سترګونه ښکاري او په مقیاسونود اندازې وړ نه ده، اونه په پیسو باندې اخیستل کیدای شي. نیکمرغي هغه شی دی چې انسان هغه د خپل پوستکي او هډوکي ترمنځ احساسوي.....د زړه سپیڅلتیا او ارامي،د سینې پراخوالی او د وجدان ارامي د انسان له دا خل څخه سرچینه اخلي،نو له دې امله نیکمرغي تر هر څه اول په خپل ځان کې ولټوئ!

هو! هیڅو ک او هیڅ شی نه شي کولی تا نیکمرغه کړي، بلکې د خپلې نیکمرغۍ مسوول یوازې ته یې!

ــــ پاملرنه،پاملرنه او بیاهم پاملرنه: ژوند ډیر لـنډ دی دا په بدیو مـــــــــــه تــــــیروئ!

اوخوښ اوسیدل د ژوند له ستونزو سره د مبارزې ډیره غوره وسیله ده.
اخذ لیک: لطفا´´ مه ساده کیږئ له ټولګې څخه د قدرمن اوفرهنګپال لیکوال ښاغلي مصطفی صفا ژباړه.