
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د ترهګرو د مالي ملاتړ د سرچینو له مینځه وړلو په برخه کې دې عملي ګامونه پورته شي.
نوموړي یادې خبرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیټې له مشر غیرت عمروف سره کړي دي.
ولسمشر زیاته کړې ده چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان سره په سیمه کې د پام وړ بدلونونه رامینځ ته شوي دي او د سیمې ټول هیوادونه باید له یادو فرصتونو ګټه پورته کړي تر څو سیمه د ټیکاو څخه برخمنه شي.
همدارنګه نوموړي له طالبانو غوښتلي دي چې ترهګریز بریدونه دې پای ته ورسوي ځکه د دوی له دغه کاره نورې ترهګرې ډلې هم ناوړه ګټه پورته کوي.