
پر سياست، دين او د انسان پر طبيعت د (ټامز هابز) فلسفه
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي ويب پاڼې څښتن
د انګستان تعبه ټامز هابز په 1588ز کال کې زږېدلی او په 1679 کال کې ومړ. نوموړي په فلسفي ډول، سياست، دين، حکومت، د انسان طعبيت، ژوند او نور مطالعه کړي او څېړلي دي. په دې مالوماتي وېډيو کې د سياست، دين او انساني طعبيت په اړه د هابز په فلسفې خبرې کوو.
۱- سياسي فسلفه يا Political Philosophy:
هابز د انسان ژوند په طعبيي ډول سره د جګړو، شخړو، تاوتريخوالي او ځان غوښتې ډک بولي. دی سياسي ځواک د يو مطلقه حاکم په لاس کې ورکوي، چې اړ نه وي ترڅو بېرته بيا ولس ته ځواب ورکړي. هابز په دې نظر دی چې په يوې ټولواکه يا د مطلقه واک ټولنه کې انسان کولی شي يو څه خوښ د ځان لپاره پيدا کړي. ټامز هابز وايي چې که چېرې يوه داسې ټولنه چې واک يې د مطلقه حاکم په لاس کې وي جوړه شي، نو شونې ده چې مونږ (انسانان) په ګډه او د زغم وړ ژوند سره وکړ. ټامز هابز د انسان د ژوند وحشي وضعيت هغه بيانوي چې انسان په کې خپلسري وي او کومه ټولنه او حاکم چې پورته ذکر شول په کې شتون ونه لري. د نوموړي په اند په داسې يو خپلسري چاپيريال کې بيا د انسان ژوند د وحشت، تاوتريخوالي، جګړې، خان غوښتنې، بل ځورنې او حر ص تجربې لرونکی وي.
د ټامز هابز مطلقه حاکم څوګ دی؟
ټامز د يو دولت د خلکو ترمنځ د ويرې او تاوترخوالي د ختمېدود لپاره د بشپړ واک لرونکی حاکم ټاکي. د حاکم قدرت له خلکو څخه را خېستل شوی دی، پر چا چې دی مطلقه حاکم دی، مانا دا چې له خلکو پرته حاکم يو عادي فرد شمېرل کيږي، خو له حاکم څخه له خوا لېرې هم شونې چاره نه ده، ځکه خلک پر خپل منځ کې سره بې باوره خو پر حاکم باوري دي. ټامز هابز په دې عقيده وه چې په يو دولت پرته له مطلقه حاکم څخه بايد وروستی قدرت له بل چا سره پاتې نه شي، خو په لوېدځه نړۍ کې دغه چاره د کاتوليک کليساګانو مخالفت سره مخ شوه. د کاتوليک کليساګانو راهبانو له دولت ځانونه جدا کړل او په مطلقه حاکم پر ځای يې پر دوه نورو حاکمانو ټېنګار وکړ. راهبانو دا استدلال کولو چې د دوی لپاره يو حاکم خدای دی، چې نه فاني کېدونکی مطلقه حاکميت لري او نور حاکمان د ځمکي پر مخ د کاتوليک کليساګانو راهبان يا مذهبي مشران دي.
دين:
د ټامز هابز په اړه ويل کيږي، چې دی محلد وو يانې هېڅ ډول دين يې نه منلو، خو ده په خپل مشهور کتاب (لېدواين) دغه خبره رد کړې ده او ويلي دي، چې دی دين منکر نه دی. هابز چې سخت مخالفت درلود هغه په انګلستان کې د وخت کاتوليک کليساګانې وې. د هابز په نظر چې کاتوليک کليساګانو په يو ډول په خلکو حاکميت پيدا چې دا حاکميت پيدا مطلقه حاکمت ته ورسپارل شي. ده په کليساګانو د تبليغ او تفکر د خپرولو له پروسي سره هم مخالفت درلود.
د انسان طعبيت:
د ټامز هابز پر وخت کې په انګستان کې جنګ - جګړې او د انسان دغه ځان غوښتونکي طعبيت هابز بد او په منفي ډول اغېزمن کړ. دی په دې اند وو چې انسان په طعبيي ډول د يو او بل پر وړاندې دی چې په پايله کې، دی اړ دي چې د مطلقه حاکم لاندې را ټول شي، خپل ځيني حقوق هغه ته ورکړي ترڅو د ژوند اصلي او طعبيي حقوق له ژوند کول يې تضمين شي.