
د 1990 لسیزې په اوږدو کې، چین خپلې پوځي وړتیاوې او ځواک پیاوړی کړ. د چين پوځ په خپل جوړښت کې ځمنکی، هوايي، بحري او فضايي ځواکونه لري، چې په لويه کې د واکمن کمونېسټ ګوند تر لارښوونې لاندې کار کوي . چین اوس مهال 2،035،000 فعال پوځي پرسونل لري او 510،000 رېزرف کارکونکي لري. په روان ۲۰۱۹ز کال کې د چين پوځ کلنۍ بودېجه ۱۷۷ مېلېارده او شپږ سوه مېلېونه امريکايي ډالر وه چې په نړيواله کچه دويم مقام لري.
۱-د چين ځمکنی ځواک: د چين ځمکنی ځواک 975,000 انساني پرسونل دی چې د وخت په پرمختللو سپکو، درنو، ليزرې او کيمياوي وسلو سمبال دی. د چين د ټول پوځي ځواک نيمه برخه ځمکنی ځواک جوړوي. د چين تول پوځي ځواک تر دوه مېلېونه انساني پرسونل پوري رسيږي.
د چين ځمکنی پوځ په خپل داخل کې بيا په مختلفو نورو برخو وېشل شوی دی، چې د پولې ځواکونه، استخبارات، پوليس او نور په کې شامل دي. د کړکېچ او تاوتريخوالي په وخت کې د چين په ځمکني پوځ کې تر پنځه سوه زره رېزرف پروسونل هم ور اضافه کيږي.
د چين هوايي ځواک: د دغه هوايي ځواک 398,000 پوځي فعال پرسونل او همدا ډول يې د الوتکو او چورلکو شمېر ۳۰۰۰ پوري رسيږي. په ۱۹۴۹ ز کال کې د دغه هېواد هوايي پوځ تاسيس شو، چې د ويتنام او کوريايي جګړې د برخې اخېستنې تاريخي جګړې شمېرل کيږي. د چين په هوايي پوځ کې وسلې او الوتکې ډيری د چين خپل صنعت دی، خو په وارداتي برخه کې د روسيې، امريکا او کاناډا الوتکې او هوايي پوځي وسايل هم لري. د يادونې ده چې د چين په هوايي پوځ کې د Hongdu JL-8 په نوم يوه پوځي تمريني الوتکه د پاکستان جوړښت يا ساخت هم شتون لري.
بحري ځواک: د دغه هېواد بحري ځواک په ۱۹۵۰ کال تاسيس شوی دی. د بحري ځواک انساني پروسونل شمېر يې 255,000 ته رسيږي، ۵۱۲ بحري بيړۍ او تر ۷۰۰ زياتې الوتکې په شتون لري. د چين بحري ځواک د چين په کورنۍ جګړې، د چين او يتنام جګړې او د چين - ويتنام د پولې پر سر جګړو عملي برخه اخېستې ده.