د لېبرالېزم پلار وپېژنئ

د لېبرالېزم پلار وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

هغه کسان چې سياسي علوم، نړيوالې اړيکې او يا فلسفه وايي د لوېدېځ عالم جان لاک John Locke له نوم او نظريو سره اشنايي لري. نوموړی په ۱۶۳۲ کې زېږدلی او په ۱۷۰۴ز کال کې ومړ. د جان لاک په دوره کې په اروپا کې د روښانيۍ يا Enlightenment دوره وه. ده په سياست کې د لېبرالېزم په برخه کې ډېرې ژورې نظريې ورکړې دي او په همدې اساس ورته د لېبرالېزم پلار وايي.

د جان لاک فلسفي نظرونه او شننې:
۱- د انسان طعبيت: د انسان د طعبيت په اړه د ټام هابز سره مخلاف نظر لري. دی وايي چې په طعبيي ډول سره انسان د تحمل وړتيا لري او طعبيت يې داسې جوړ شوی دی، چې علت لرونکی دی. د لاک په نظر د انسان طعبيت انسان داسې جوړ کړی دی چې ځان غوښتونکی دی، چې موخه يې ځان ستانه او د ځان هوساينه ده. جان لاک دا هم وايې چې کله وګړي له خپلو يو شمېر حقونو تېر شي او په دې پار يې حکومت ته ورکړي چې د دوی طعبيي حقوق وساتل شي او حکومت په دې برخه کې پاتې راشي نو وګړي حق لري چې د حکومت پر وړاندې ودريږي او پاڅون وکړي. جان لاک دين مني خو دا نه مني چې دين دې په خپلو پلاويانو زور وکاروي.

۲- د حکومت جوړښت: جان لاک وايې چې انسان د ځان ساتنې، دفاع، هوساينې او خوښۍ حق لري. د دغه حق د ساتنې لپاره انسان په يوازې ځان نه شول کولی چې خبل حقونه وساتې نو په دې پرې خپل يو شمېر حقوق د ټولنيزې ټولنې په جوړېدو د حکومت په نوم ارګان ته ورکړل ترڅو د ژوند عمده اصلي حقونه يې وساتل شي.

۳- طعبيي او سياسي حکومتونه: د جان لاک په سياسي فلسفه کې طعبيي او سياسي حکومتونه توپيري لري. طعبيي حکومت هغه دی کوم ځای کې چې سياسي مشروع حکومت نه شي کولی د خلکو ترمنځ ستونزې حل کړي.

جان لاک ته ځکه د لېبرالېزم پلار وايي چې د لېبرالېزم په يو اساسي اصل د فرد ازادۍ باندې ټېنګار کوي. جان لاک په حکومتونو او دينونو کې د فرد خوښي او ازادۍ تر ټول مهم بولي. دی په هغه وخت کې د حکومت چپه کېدل جايز ګڼي چې کله خپل خلک ورڅخه خوښ نه وي.