د ارسطو په نظر د انسان روح څه شی دی؟

د ارسطو په نظر د انسان روح څه شی دی؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

يونانی متفکر او فيلسوف ارسطو په ۳۸۴ له ميلاد وړاندې کالونو کې په يونان زږېدلی وو. د ده نوم په انګلېسي کې Aristotle تلفط کيږي چې په يوناني ژبه کې يې مانا (the best purpose) يا ترټولو غوره او ښه نيت دی.

ارسطو په ۱۷ کلنۍ کې اتن ته لاړ او د افلاطون په اکاډمۍ يې زده کړې پيل کړې. نوموړي په فلسفه او ارواپوهنه کې زده کړي، خلک يې روزلي او لېکنې يې کړې دي. ده فکر کولو چې ارواپوهنه د طعبيي فلسفې برخه ده او په دې برخه کې يې ډېر کار وکړ.

ارسطو د روح په اړه وايي، چې نه يوازې د انسان وجود بلکې دوه نور عضوي موجودات؛ بوټي او ژوي هم روح لري. بوټي او ژوي چې ذاتي وجود لري چې په کې ژوند شتون لري او ژوند په دې دلالت کوي، چې دوی هم روح لري.

روح په دې سره شتون لري چې يو وجود ژوندی دی، بيا ژوندی وجود د ځان ساتنې، تکثر او ودې وړتياوې لري. انسان، ژوي او بوټي اورګانيک موجودات دي. اورګانيک موجودات هغه دي، چې ارګانونه يا غړي لري. ژوي او انسان د وجود غړي او بوټي رېښې او نور لري، نو ځکه درې واړه هم وجود لري، هم ژوند او هم روح.

ارسطو په ژويو، انسانو او بوټو کې روح په درېيو ډلو ويشي:
۱- بوټي: دوی ټوکېدونکي او غذايي vegetative او nutritive روحونه لري. دغه ډول روحونه، يوازې د د تغذيې، تکثر او ودې ځواک لري.

۲- ژوي: دوی حسي روحونه لري. د ژويو روحونه يوازې د ادارک او خوځښت وړتياوې لري. حيوانات د حس فکري ځواک لري خو په خپله خپلواک فکري ځواک نه لري.

۳- انسانان: دوی عقلاني يا Rational روحونه لري. عقلاني او منطقي روحونه بيا د دليل، فکر او تفکر وړتياوې لري.

ارسطو ته روح يوازې د وجود دننه يو غېرې مادي شی نه دی بلکې، وجود او روح دواړه سره تړلي دي. دی روح د برخو لرونکی يادوي او وايي چې يوه برخه يې له بلې جدا ده. د بېلګې په ډول د روح هغه برخه چې له ودې سره تړاو لري له هغې برخې سره چې له احساساتو سره تړاو لري، توپيري دي.

يونانی فيلسوف ارسطو د پنځه ګونو حسونو وراېخوا حافظه او تصور دننه ځواکونه يادوي چې په لويه کې د روح برخې دي.

ارسطو حس يا Sense، فکر يا thought هم له يو بل سره بيلوي. فکر په ځانګړي علم يا Understanding پوري تړي، خو حس يا Sense په عمومي علم يا knowing پوري تړي.
نور بيا ...........