يونانی فيلسوف او مفکر سقراط او د هغې فلسفه

يونانی فيلسوف او مفکر سقراط او د هغې فلسفه
ډاکټر نېک محمد ويال 

سقراط چې په انګلېسي يې نوم Socrates تلفظ کيږي يونانی متفکر او فيلسوف دی چې له ميلاد وړاندې په ۴۶۹ کال کې زېږدلی دی. د ده د زېږيدنې دقېقه نېټه نه ده مالومه خو تاريخ او لرغون پوهانو د خپلو څېړنو په پايله کې ويلي، چې دی په ۴۶۹ او ۴۷۰ کال کې مخکې له ميلاد څخه پيدا شوی دی.

د سقراط تدريس، فکر، ژوند او خپل کار دی نه دی ليکی، بلکې د ده دوه شاګردانو زینوفن او افلاطون په بحثونو کې را خېستل شوی دی. د سقراط نه ليکل شوي مسايلو ته Socratic problem يا Socratic question وايي.

سقراط علم د Apology يا ځان دفاع، Crito د سقراط او د هغې د يو شتمن ملګري ترمنځ د عدالت او بې عدالتۍ بحث اوPhaedo يا د روح د نه مړينې بحث دی.

د سقراط فلسه:
۱- علم: د علم او پوهې په اړه د سقراط د I know that I know nothing خبره د افلاطون په بحثونو کې شتون لري. I know that I know nothing څخه د سقراط موخه دا ده، چې ده پوره علم نه لري، خو ده په يو څه کې اعتراف کولو چې دی مينې کولو په هنر پوهيږي.

۲- د انسان وجود: سقراط باور درلود چې د انسان د وجود پر پرتله د انسان مغز ډېر مهم دي. سقراط خپله فسلفه په دوو سترو برخو وېشلې وه.
د شعور نړۍ او د نظرونو نړۍ. نوموړي بيا د شعور او احساساتو نړۍ پر ځای د نظرونو نړۍ ته ډېر اهميت ورکړی.

۳- د انسان ژوند: سقراط په دې باور وو، چې د انسان عقل د ده له هغې پوهې څخه دی چې دی يې د خپل ځان په اړه لري. دی وايي چې که چېرې يو کس د خپل ځان په اړه ډېر پوهيږي نو هغه به د رېښتنې خوښۍ ښه ټاکنه وکړي.

۴- سياست: سقراط د استبدادي حکومت او ديموکراتيک حکومت دواړو مخالف وو. د ده په اند د حکومت ښه ډول هغه وو، چې د هغه افرادو په لاس کې وي چې ښه علم ولري، ښې وړتياوې ولري، د خپل ځان بشپړه پوه ولري او همدا ډول د تقوا څښتن وي.

۵- د سقراط پارادوکس اضداد: اضداد د سقراط هغه خبرې دي، چې له عام فکر او ذهن سره تکر کې دي لکه:
No one desires evil
هيڅ کس ځان ته بد او زيان نه غواړي.
No one errs or does wrong willingly or knowingly
هيح کس په عمدي دول سهوه او تېروتنه نه کوي.
Virtue—all virtue—is knowledge
مينه او هنر په خپله علم دی.
Virtue is sufficient for happiness
هنر او مينه په خپله خوښي ده.
د سقراط مړينه: سقراط د يو ډول بوټي د شرابو چې hemlock نومېدل او د اتن حکومت له خوا منع وو، وڅښل او په اعدام محکوم شو. سقراط خپل مرګ ته خوښ وو او ويل چې دی نور کوم ګتور کس نه شي پاتې کېدای.