هغه وخت چې ولسمشر محمد اشرف غني، د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې لنډمهاله اداره کې د مالیې وزیر و، د یوه موټریریز او زرهي کتار په بدرګه خوست ته راغی او ماښام مهال یې غلام خان بندر ته حرکت وکړ، د غلام خان بندر سیمې له لیدو وروسته تېر ماسخوتن خوست ښار ته راستون شو.
په دولتي میلمستون کې یې وویل چې غلام خان بندر به رسمآ ترانزیټ کوو.
له هغه وروسته د محترم حامد کرزي د واکمنۍ په ۱۴ کلنه دوره کې، له کرزي صیب سره د خوستوالو هیڅ یوه لیدنه به داسې نه وي تر سره شوې چې د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو غوښتنه پکې نه وي شوې.
د خوستوالو دغه غوښتنه دومره د ژبو پر سر وه چې ولسمشر محمد اشرف غني د تیرو ولسمشري ټاکنو د کمباین پر مهال د خوست سټوډیم کې یوې ۴۰ زره کسیزې غونډې ته هم په خپلو ژمنو کې تر ټولو مخکې د غلام خان بندر د ترانزیټ خبره یاده کړه.
دا دی د ولسمشر مجمد اشرف غني د ولسمشرۍ موده هم مخ په پوره کیدو ده خو لا هم دغه بندر رسمآ ترانزیټ نه شو.
په دې هر څوک پوهیږي چې د هرې لارې/بندر ترانزیټ په دوو حکومتونو پورې اړه لري خو دا چې دا د افغانانو او افغان لوري غوښتنه او اړتیا ده په کار وه چې د افغان حکومت اړوندو وزارتونو ورباندې جدي کار کړی وای او پاکستانی لوری یې په دې قانع کړی وای چې د غلام خان بندر د رسمي ترانزیټ لپاره یې لا د وخته هوکړه کړې وای.
بهرنیان یو متل کوي وایي " هغه کار چې هیڅ نه تر سره کیږي، که نا وخت هم تر سره شي، سر وخت دی "
ولسمشر محمد اشرف غني چې څو ورځې وړاندې پاکستان ته رسمي سفر لاره، ګڼو خوستوالو دا ناره پورته کړه چې ولسمشر دې په خپل سفر کې د غلام خان بندر د رسمي ترانزیټ کیدو خبره له پاکستاني لوري سره شریکه کړي.
دا چې ولسمشر د غلام خان بندر خبره له پاکستاني لوري سره په خپل سفر کې شریکه کړې یا یې وروسته له سفره ور سره شریکوي دواړه ښې خبرې دي.
" مڼه دې وي د ولې دې وي."
خوستوال د غلام خان بندر رسمي ترانزیټ غواړي، په دې سپیناوي پسې نه ګرځي چې دا غوښتنه یې په سفر کې یاده شوې یا نه.
وروستي