د هر هغه چا چې تر جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني پورې غږ ور رسیږي، د خوستیانو دا غږ دې ور ورسوي او د اجرااتو غوښتنه دې ترې وکړي.
خوست ته دې د روغتیایي خدماتو په برخه کې خپل حقه حق ورکړل شي
له تیرې یوې لسیزې راهیسې خوستیان دا نارې سورې وهي چې خوستیان د روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
خوست، د عامې روغتیا وزارت اړوند د بیلا بیلو ادارو د سروې ګانو پر اساس خوا و شا یو نیم ملیون نفوس لري، دغه نفوس ته په بام د منل شویو روغتیایي معیارونو تر مخې په خوست کې باید ۵۰۰ بستریز روغتون وجود ولري او د همدومره بسترونو په اندازه د روغتیایي خدماتو تخنیکي، لوژستیکي، بشري او نور اړوند امکانات او سهولتونه په اختیار کې ولري.
خو متاسفانه له تیرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د خوست ولایتي روغتون ته یوازې د ۱۰۰ بسترو امکانات ورکړل شوي دي چې دغه خدمات هم کله د یوې او کله د بلې انجو لخوا وړاندې کیږي.
یوه میاشت وړاندې خوست والي ښاغلي فدایي له ښه نیته اعلان وکړ چې څه باندې یو ملیون ډالر یې له کوم مدرکه پیدا کړي چې د خوست پخوانی ملکي روغتون به هم فعال کړي او د خوست د اکمال تخصص پروګرام به مخکیني روغتون ته ور ولیږدوي او هلته به هم د ۱۰۰ بسترو ناروغانو لپاره خدمات وړاندې شي او تر څنګ به یې د شیخ زاید پوهنتون تخصصي روغتون هم فعال شي.
د خوست د تخصص پروګرام اړوند چې کوم مالومات دي هغه دا دي چې دغه پروګرام نه کوم تخنیکي تجهبزات لري نه طبي وسایل او نه هم دومره تشکیل لري چې جلا روغتون ور باندې و چلولی شي. تر څنګ یې دولتي تخصیص تر اوسه پای در هوا و، او دې ورځو کې ورته باب او فصل مشخص شوی دی خو دغه پروګرام ته مشخص شوی تشکیل هم دومره نه دی چې د ۱۰۰ بسترو ناروغانو د روغتیایي خدماتو لپاره تکافو وکړي.
کوم خدمات چې تر اوسه پورې د اکمال تخصص پروګرام په ولایتي روغتون کې وړاندې کوي ټول د ولایتي روغنون/انجو امکانات او سهولتونه دي.
د بیلګې په توګه که دوی کوم عملیات کوي، عملیات خونه، وسایل، برښنا، دوا درمل، اناستیزلوګ ټیم، نرسان او ... د ولایتي روغتون اړوند دي او مخکیني ملکي روغتون ته لیږدیدلی هم نه شي، دا ځکه چې که دغه امکانات مخکیني روغتون ته انتقال شي اوسنی فعال ولایتي روغتون به لاس تر زنې کښنې او له بله پلوه قراردادي انجو د قرارداد مطابق په ولایتي روغتون کې د ۱۰۰ بستره ناروغانو لپاره د خدماتو مسوولیت لري، نه تر ولایتي روغتون د باندې.
بله مهمه مسله چې باید یاده شي هغه دا چې که مخکیني ملکي روغتون ته د اکمال تخصص پروګرام لیږدول کیږي مخکې تر مخکې باید لاندې چارې تر سره شي:
- د تخصص پروګرام د اناستیزلوګ پر سونل، نرسانو، اداري او خدماتي پرسونل او ضروري متخصصینو او ډاکټرانو د کمبود تشکیل منظوریدل.
- د مخکیني روغتون د ودانۍ اساسي ترمیم.
- تخنیکي او طبي وسایلو اکمال.
- د مجهز لابراتوار اکمال.
- د التراساوند او نورو ضروري وسایلو اکمال.
- د ۱۰۰ بسترو لپاره ځای، البسه، چپرکټ او نور لوازم برابرول.
- د امبولانسونو په شمول د ترانسپورتي وسایلو تدارک.
او .....
چې د دغو ټولو کارونو لپاره پیسو او وخت ته اړتیا ده، که پیسې پیدا هم شي د افغانستان په ادارو کې مروجې اداري بیرو کراسۍ ته کتو له یوه کاله په کمه موده کې د پاس ذکر شویو چارو تر سره کول ناشوني بریښي.
وړاندیزونه:
۱- لنډ مهالی وړاندیز
د خوست د تخصص پروګرام او د شیخ زاید پوهنتون د تخصصي روغتون تشکیل کولی شي چې د دواړو برخو تشکیل او امکاناتو ته په کتو د شیخ زاید پوهنتون تخصصي روغتون فعال کړي چې هم ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي او هم د اکمال تخصص او نور علمي پروګرامونه پکې پر مخ بوځي.
۲- منځ مهالی وړاندیز
سر له له اوسه دې ټول بانفوذه اغېزمن اشخاص،(وکیلان، مشاور وزیران، حکومت کې د خوست لوړ پوړي چارواکي) د خوست د عامې روغتیا ریاست او ولایت مقام دې د عامې روغتیا او مالیې وزیرانو او له شخص جمهور ریس په کلکه وغواړي چې د خوست لپاره د ۵۰۰ بستریز روغتون لپاره تخنیکي، طبي، مسلکي لوژستیکي، تشکیلاتي، بشري او ... نور امکانات برابر کړي او خوستینو ته دې د روغتیایي خدماتو په برخه کې خپل حقه حق ورکړي.
وروستي