غزل

دا چې بندې یې د خونو دروازې دي
 لګیدلېد مرګیو اندازې دي
ماشوم ګوتې په غوږونو کې ورکړې
 غره راغه کې د چاودنو انګازې دي
د اسونو خرپ خرپا ده او شڼیږي
 له سپرو سره ټوپکې او نیزې دي
 دلته ژوبلې دي او سنرګې دي پټیږي
 هلته ګډې خوشالۍ دي او مزې دي
زاڼې ګډې وډې راغلې کریږې
 باسي پر اوږو یې د کوترو جنازې دي
 ځکه چیچي د جنګ روي راته داړې
 په وطن کې مو د سولې اوازې دي