کرېکټ بورډ او ملي لوبډلې لوبغاړو سره دې څه وشي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د افغانستان کرېکټ د نړۍ د نوي کرېکټونه څه دی. مطلب دا چې په جګړه ځپلي افغانستان کې د نورو چارو او پر مختګونو په څېر کرېکټ ته هم لازمه زمېنه نه وه برابره. له يو څه وخت وروسته چې کرېکټ وځلېد نو په لويه کې ولس له دغه لوبې ملاتړ خپل کړ او همدا ډول حکومت په نشته شونتياوو سره د کرېکټ لپاره اسانتياوې برابرې کړې.
افغان کرېکټ ملي لوبډله چې تر پرون ورځې ځلېدلې وه، لامل يې دا وه چې لوبغاړي يې وړتيا لري، په کور دننه او بهر کې د حکومت له خوا ورته تر يو بريده اسانتياوې برابرې شوې او همدا ډول تر ټول لويه خبره يې دا وه چې ولس ورڅخه ټينګ ملاتړ کوي. د پورته يادې ټکو ترڅنګ د لوبډلې ښه مديريت، همغږي، د لوبغاړو خواري او هېوادنۍ مينه هم، د کرېکټ د بريا رازونه وو.
په لويه کې د کرېکت بورډ او په ځانګړي ډول له تېر يوې لسيزې زياته موده کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لاس ته راوړنې او د هېواد د نوم او بيرغ پورته کول د ستاينې او وياړ وړ دي، خو دا چې اوس لوبډلې په نړيوال کرېکټ جام کې په پرله پسې اته لوبې وبايللې د پوښتنې او بحث وړ موضوع ده.
په نړيوال جام کې افغانستان د خپلو ټولو لوبو څخه تر اوسه اته لوبې په پر له پسي ډول له لاسه ورکړي. هغه هيلې او اميدونه چې ولس لوبډلې ته درلودل له خاورو سره يې خاورې کړل. مونږ دا منو چې کرېکټ د تکتيکونو ترڅنګ، د چانس لوبه هم ده او دا هم يو حقيقت دی، چې دغه او ورته نورې په سلګونه لوبې بريا او ماته دواړه لري. مونږ دا نه وايي چې افغان لوبډله دې هر لوبه ګټي او که چېرې دوی کومه لوبه له لاسه ورکوي، تر پوښتنې لاندې دې راځي.
په نړيوال جام کې د افغان لوبډلې دغه اته ماتې، د ناهيلو ترڅنګ په لسګونه پوښتنې هم را پورته کړي دي. د نړيوال جام څخه لږ وخت وړاندې د لوبډلې د کپتان بدلول يو تېروتنه وه او له دې بده يې دا وه، چې دغه تبديلۍ تعصب، نه همغږۍ، تخريب او تضادونه رامنځ ته کړل.
د کرېکټ شنونکي په دې اند دي، چې د افغان لوبډله درې ستر لاملونه لري، چې په دومره شمېر سره يې لوبې وبايللې.
۱- د ټيم ترمنځ نه همغږي: د لوبډلې ځيني غړي پرته له دې چې د هېواد نوم او ملي ګټې په پام کې ونېسي، د يو او بل مشر او کپتان څخه په ملاتړ او ضديت يې داسې چارې پيل کړي دي، چې د کرېکټ پر لوبو يې بشپړ منفي اغېز وکړ. د بېلګې په ډول ځيني لوبغاړي د ګلبدين نايب او ځينو نورو بيا د اضغر ستانکزي شا نېولې ده، چې دا چار د بې اتفاقۍ لامل ګرځېدلې ده.
۲- د کرېکټ بورډ کمزوری مديريت: د کرېکټ بورډ له مشر نېولې بيا تر نورو چارواکو يې، هغه وخت په عمل او کړنو لاس پوري کوي، چې کله پېښې شي او په کرېکټ يې منفي اغېز خپور شوی وي. دوی ډيری پرېکړې له يوې خوا غېر عدلانه دي او که عدلانه پرېکړې هم په داسې وخت کې کوي، چې خبره له خبرې تېره وي.
۳- د کرېکټ انحصار: د شنونکو په شننو کې دا هم راغلي دي، چې کرېکټ د يو سياسي ارګان په ډول انحصار شوی دی. يو شمېر لوبغاړي او د کرېکټ پخواني او اوسني چارواکي، د بورډ او لوبډلې دننه خپله پالنه او واسطه کوي، چې په پايله کې يې لوبډله او کرېکټ بورډ داسې يو وضعيت ته راغی، چې پايله يې د نړيوال جام په ترڅ کې د افغان لوبډلې مقام شو.
په پايله کې ويلی شوو، چې حکومت او ولس دې په نره، هغه د کرېکټ بورډ چارواکي او د لوبډلې لوبغاړي د د خپلو غلطو کړنو په سزا ورسوي، چې له امله يې د افغان ولس يوازينۍ خوښي او هيله هم تر خاورو لاندې کيږي.
وروستي