غزل

ای دجانان غمه ددنياله غمه پريوتم
سوځم په کمڅو يې لکه پرخه په ارمان پريوتم
وه پاشی نن توخم دوروری چی غوټی ګل سی بيا
ای داشنا خياله سپين سهار په خفګان پريوتم
راسی دل اسا دادلسزوزاره چاؤدی نن
زه دسوز غزل نن دصنم په ګريوان پريوتم
بيا سترګی سری اناری شونډی غمځپلی دی
اوس می وزرماتی شنه توتيان په خفګان پريوتم
راسی دباروتو پزا بيا په عطرو ومينځو
بياسپرلی سپرلی که نازنين په سوزان پريوتم
بيا لکه ميراث نن خو می بی شی دادوخت مغل
زه پرهرپرهر لکه سورګل دخزان پريوتم
اوس می ځوانيمرګو ته دګلو ګيډی نه رسی
ګونګه ده دامن شپيلی بياپه هجران پريوتم
الکوزی وه پيې دسولی په تارسره غمی
ويش که بلبلان په ترانو دجانان پريوتم
 

منان الکوزی کوټه
mananalkozai@ymail.com