ستا دشائست ليونی ډيرای قدردانه زما
درته بلادا ګل زرين حسن جانانه زما
لکه شبنم چی په ګلاب داسی می وری په زړه
دويرشپيلی کی په دی ستايم قهرمانه زما
زماسندريز لالی کی مست په ترانودوطن
بياغوټی وينی تری څاڅيږی ماه تابانه زما
ازغی ازغی راته جنت ای څورلسمی سپوژمی
زموږ په رمودی ليوان ګډ فضل سبحانه زما
چی پاڼی پاڼی غوټی ګل داسی نغمی دی په کار
دځان ځانی ټغرکی ټول ننګوپيمانه زما
بياتوپانونو راګيرکړی زموږدستوروکاروان
اوس يوڅو مستی ټپی غواړی دزړه توانه زما
دسرولعلونوانګړډيروکی ايشغال پشتنو
مړی کی ويش په ترانو جنت نشانه زما
پرهرپرهريې سره شونډان لکه دوينو غوټی
الکوزی دی بلا واخلم ارغوانه زما
منان الکوزی کوټه
وروستي