ولاړه ځوانی په ارمانوتيره سوه
لکه ماشوم بس په سولګوتيره سوه
نصيب می نه سوی دسروګلو غوټی
خونی ځيګر په اسويلوتيره سوه
ستادسپين مخ ديوه نظرپه خاطر
په چيغوچيغو فريا دوتيره سوه
اوس پشی تڼاکی کی سرببرليونی
تل تومتی په انديشنو تيرسوه
په کاڼو ولی پتنګان دمينی
څيری ګريوان په غلبلوتيره سوه
پيدامی نه کی دزړه يارملګرو
يکی تنهاپه انګاروتيره سوه
الکوزی دزړګی وينی خوراک
په تړمواوشکوسرولمبوتيره سوه
منان الکوزی کوټه
وروستي