غزل

لمرراختلی روڼ سهاردی
بيا دبلبلو چوڼهار دی
هرخوا بهاند دی شنه سيدونه
ليلا بيا کړی نن سنګاردی
توتی نرزر ک وه په نڅا نڅا
نغمه نغمه مست قندهاردی
نرګس غاټول سره سيالی وه
ښکلی فضا چی لاله زاردی
شپيلی خوژه مست اتڼونه
په رقيب بياد غم ناتاردی
بيادی غونبر دشنوکوترو
سپرلی سپرلی دمينی ياردی
کوچيانوبيا کړی څوڼی غوړی
دشنوبنګړيوشرنګهاردی
په ډاله مستی ترانی دی
غزل غزل ښکلی نګاردی
دخوبه پاڅه الکوزيه
وطن بياټول ګلوګلزاردی

منان الکوزی کوټه