شخړې او لارې؟!

په اسلامي هیوادونو او قلمروونو کې استعمار د وحشت تاریخ یا په بله وینا د حق او باطل معرکه هر وخت روانه وي، دا معرکه هغه کاروان ده چې هیڅ پړاو نلري او نه چیرته دمه کوي ، دا به همیشه روانه وي او څو چې د انسان په نامه دلته کوم مخلوق ژوند کوي نو دا معرکه یې ملګرې ده. مونږ چې ځآنته د نړۍ په ملتونو کې مسلمانان وایو او خپل اصول او ضوابط د ژوند د هر پېر او ډګر لپاره لرو ، دغو اصولو او ضوابطو ، دغو قوانینو او نظامونو ، او د وخت له غوښتنو سره برابر دغه نظام ځانته په نړۍ کې ډیر داسې نور نظامونه او قوانین پیدا کړي دي چې باید ددغه ستر نړیوال فکري انقلاب په ضد پاڅون وکړي څو خپلې ګټې، کلتور، مذهب، رسوم، عنعنات، او نور ځایي رواجونه خوندي کړي. دا خلک چې د دښمن په څیرو کې له مونږ سره په ډګرونو کې مخ کیږي ددوی تل دا هڅه وي چې دغه نظام په هر رنګ او په هر قیمت چې وی باید بیرنګه او له پښو وغورځوي او د نړۍ میشتو وګړو ته دا وښیي چې ستاسې د ژوند د لارې مشال دا نه بلکه هغه څه دي چې مونږ یې تاسې ته په ډیره مډرنه بڼه درښییو. په دې هڅه کې دوی تر ډیره بریده کامیاب هم شول ځکه چې زمونږ اسلامي نظامونه ددې په ځای چې د خلکو رښتیني ستونزې حل او له منځه یوسي بلکه ددې بیخي برعکس ۳۶۰ درجې داسې تغیر وکړ چې خپله بقا او پایښت یې په دې کې ولید چې باید ددغه دښمن په لمنه کې ځان وغورځوي.
د ۱۹۶۷م کال هغه جنګ چې اسراییلو د امریکا او اروپا په ملاتړ د اسلامي فلسطین او مصر او په ټولیزه معنا د منځني ختیځ د خوړلو لپاره وکړ ډیره ښه او ستره بیلګه ګڼل کیږي. دا هغه جنګ وو چې اسراییلو ورته د خپل پاتې کیدو او په منځني ختیځ کې د خپلو پښو د ټینګیدو جنګ ویل. له دغه جنګ څخه وروسته عربي دولتونه خوبیالي شول او د یوه ستر او نه رغیدونکي زخم سره یې لاس او ګریوان شو، او داسې یې ګڼله چې ګویا موږ نور باید د هغه چا متابعت او پیروي وکړو د چا په لاس کې چې زمونږ اقتصادي، نظامي، او سیاسي واګې دي. جنګونه او شخړې همیشه هغه وخت رامنځته کیږي چې کله د دواړو لورو اقتصادي ،سیاسي، مذهبي، او ټولنیزې ګټې په خطر کې وي. جنګ ددې لپاره کیږي چې غالب د مغلوب هر څه لوټ او تالا کړي، د هغو مادي او معنوي ارزښتونه له منځه یوسي، او پر هغو دا ومني چې باید زمونږ متابعت وکړي. اسراییلو هم په منځني ختیځ کې د همدغې موخې د لاسته راوړو لپاره پوره کوښښ وکړ، او پکې کامیاب هم شول.
جنګونه کولای شو په څلورو ډلو باندې وویشو:
۱: جنګ د ملتونو ترمنځه په ټولیزه معنا
۲: جنګ د کلتورونو ترمنځه
۳: جنګ د مذهبونو ترمنځه
۴: او جنګ د سیاسي، اقتصادي، او نظامي ګټو د خوندیتابه لپاره،
هغه جنګ چې د غرب (کفري) نړۍ د اسلامي نړۍ په وړاندې شروع کړی د جنګ دا ټول اقسام په غیږه کې نیسي. په لومړي سر کې د دوو لویو ملتونو ترمنځه ده، وروسته د دوو کلتورونو ترمنځه، بیا د مذهبونو ترمنځه، او وروسته دسیاسي، اقتصادي، او نظامي ګټو د خوندیتابه لپاره. دوه لوی ملتونه د مسلمه امت او کفري امت په توګه، په دوی کې له دواړو لورو چې هره ډله په هر نامه او په هر چوکاټ کې وي په همدو پورې تړلي دي، د کفري امتونو په اړه رسول کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې کفر یو ملت ده، همدارنګه د خپل امت په اړه فرمایي چې اسلامي امت هم لکه د یوه بدن په څیر دي که چیرې په بدن کې یوه س
ترګه په درد شي نو ټول بدن ورسره په درد شروع کړي.
جنګ د کلتورونو ترمنځه هم دیته ورته انځور لري. کلتورونه د ملتونو په تاریخي شالید او جغرافیوي موقعیت پورې اړه لري، خو بیا د کومې ډلې سره چې کله تړاو پیدا کوي، د هغو قوانین او مشخص کلتور ته هم باید چې احترام وکړي او په ځآن یې ومني. دیته کولای شو ووایو چې کلتورونه دلته په دوه ډولونو باندې ویشل کیږي لومړی هغه دي چې یوه ټولنه یې د خپل پیدایښت له ورځې سره سم تراوسمهاله له ځآن سره لري او دوهم یې هغه دي چې کسب کیږي یعنې فطري او کسبي دي. کلتورونه د ټولنو معنوي هویت ته بڼه ورکوي او د ټولنو اصلی هویت جوړوي، په همدې اساس د غرب کلتور ددوی د ټولنو له پیدایښت سره سم
پیدا شوی، په راوروستو کې یې وده ورکړې، او هغه کومې منفي اغیزې چې په ټولنه باندې یې لري ظآهراً یې د قانون له مخې غیرمجوز ګڼلي خو په حقیقت کې بیا داسې ده چې په نړۍ کې د همدې کلتور د پراختیا لپاره شپه او ورځ لکه میږیان کار کوي. جورج ډبلیو بوش د امریکا د تیرې دورې ولسمشر روان جنګ ته چې سرلاری یې په خپله دی د کلتورونو جنګ ویلی، او په ډاګه کړې یې ده چې دا د غرب او اسلام ترمنځه یو جنګ ده چې پیړۍ پیړۍ ترمخه شروع وو بیا غلی شو او اوس یې سپرغیو ته ده ښاغلی پوکی ورکړ او له سره یې تازه کړ. دلته یواځې باید هغه جنګ او شخړه په پام کې ونیسو کومه چې د دوه لویو ملتونو ترمنځه راپیدا کیږي نه د وړو ملتونو ترمنځه چې یواځې په یوه محدود جغرافیوي موقعیت کې ژوند کوي.
جنګ د مذهبونو ترمنځه هم په ټولیزه معنا زمونږ د ملت او د کفري ملت ترمنځه ګڼل کیږي، ځکه د روان جنګ یو اړخ مذهبي دی. کله چې متخاصم لوري سره مخامخ کیږي نو بیا هر څه په خطر کې وي، مذهب، ټولنه، کلتور، سیاست، نظام، اقتصاد، او د میشتو وګړو ټول مادي او معنوي ارزښتونه. له دغه جنګ سره چې په مونږ باندې تپل شوی له هراړخ سره یې چې نیواک کړی مذهبي اړخ یې هم په کلکه نیولی. انسانان له مادیت څخه معنویت ته نیژدې دي، فطرت یې په معنویت پورې تړلی نه په مادیت پورې. د هر مذهب لاروي په سخته کې خپل الله ج، بګوان، کریسټ، بودا، زردشت (که څه هم اوس نسته)، او په هره معنا چې وي پناه و
روړي. همدا مذهب دی چې په ملتونو کې ددوی د راولاړیدو او د یو ځآی کیدو لپاره ډیر څه لري او کولای شي په مادي تمې باندې په آسانۍ سره غالب شي. د صلیبي جنګونو تاریخ که لږ وګورو نو هلته هم له دغې فورمولې څخه زیات کار اخستل کیده. صلیبي قومندانانو به خپلو لښکرو ته د یسوع مسیح د راتلو وعدې ورکولې او په دې تمه به یې د جنګ ډګر ته مخته کول. بګوان والاوو هم د خپل بګوان او مندر په تمه خپل جنګیالي د اسلامي لښکریانو په مقابل کې ثابت قدمۍ او پایدارۍ ته رابلل. او نن بوش هم دغه نارې وهي چې په فلوجه او توره بوړه کې یو شیطان پټ دی او دا شیطان باید د ناټو د تړون لښکریان او د امریکايي اردو عساکر له منځه یوسي. دوی هغه وخت وعدې ورکوي او دا وعدې ددوی د شوم تاریخ ډیره ښه بیلګه ده چې کمزورو متلونو ته یې هر وخت ورکړي او ورکوي، لکه امریکا په افغانستان باندې د اشغال پروخت دا په ډاګه کړې وه چې دوی به لاندنۍ ژمنې ترسره کوي:
۱ ـ د طالبانو ماتول او د القاعده محوه کول
۲ ـ د افغانستان بیا رغونه
۳ ـ د مخدره موادو د کښت او کاروبار ختمول
۴ ـ د یوې دیموکراتیکی ټولنی او دیموکراتیک دولت جوړول
۵ ـ د بشری حقوقو تأمین او پر ښځو د ظلمونو پای ته رسول
خو دا یو هم ترسره نشول؟! دا چې ولې ترسره نشول، د افغانستان له ملت سره یې ځواب شته، او له هر هغه مسلمان سره یې ځواب شته چې د خپل ملت حال د ماضي په پردو کې ویني. نه طالب ماته وخوړه، نه القاعده، نه افغانستان بیا ورغول سو، نه مخدره مواد ختم سول، نه دیموکراتیک دولت جوړ سو، او نه بشري حقوق تأمین سول. بلکې ددې بیخي برخلاف هرڅه په دوه برابره زیات سول. دطالبانو مقاومت اوس په ولسي مقاومت بدل سوی، له القاعده سره تر هر وخت دمخه د نړۍ د مسلمانانو مینه زیاته سوې، افغانستان کې یوازې څو سرمایه دارو ماڼۍ جوړې کړې او بس، دیموکراتیک دولت هومره په فساد کې ښکیل دی چې د نړۍ د فاسدو دولتونو په دوهمه درجه کې راځي، بشري حقوق تر هر وخت د مخه (نه د ۱۹۹۲ کلونو) له خطر سره مخ دي، پر ښځو باندې ظلم: ښه بیلګه یې د هرات ولایت د ځآن سوزونې زړه بوږنوونکې صحنې دي. ددې ټولو پایله که وګورو نو هغه اړخ چې زیات پدې شخړو کې ښکیل دی او هر وخت بهانه نیول کیږي هغه مذهب دی، څه که د اسلامي امت له لوري وي او که د غرب له لوري.
سیاسي، اقتصادي، او نظآمي اړخونه هم په دغه شخړه کې خپل پرځای باندې اهمیت لري. کله چې کوم ملت ولسي سیاسي لارښود ولري، اقتصاد یې وده کوي او په خپلو پښو باندې دریږي. په کال ۲۰۰۲ د اپریل په میاشت کې د وینزویلا په حکومت باندې ناکامه کودتا ترسره شوه چې تر شا یې د امریکا لاس وه، او دا ناکامي ددې خبرې ډیره ښه څرګندویي کوي چې که دولت د ملت له لوري جوړ شي بیا د هغه ړنګول او له منځه وړل څه ناشونی او سخت بریښي. ارنستو چه ګوارا په کال ۱۹۶۷ کې د امریکا له لوري د ګوډاګي رژیم په واسطه له منځه یووړل شو خو کوم فکر یې چې خپلو لارویانو ته پرېښود ترننه پورې ژوندی دی. اسرایی
لو سره لدې چې د مصر کابو ټولې برخې نیولې وې خو بیا یې هم د صور باهر په نامه سیمه ونشوای نیولای، ځکه په خپله د یوه اسراییلي جنرال له خولې دا خبره په ډاګه شوه چې هلته مذهبي لیونیان اوسي.
هغه ځمکه چې د اسلام د نړۍ شموله دین ونه پکې ټوکیدلې نن له هغو خطرونو سره مخ ده چې اسلامي خلفاوو مو پېړۍ پیړۍ ترمخه مونږ ته ددې خطرونو د مواجه کیدو سور څراغ راکړی وو، او هغه یې راته ویلي وو چې هاند وکړۍ څو یو ملت واوسۍ. سعودي عربستان چې د اسلام ددین سپیڅلې خاوره ده، له همدغې خاورې په یو اسلامي او عرب هیواد عراق باندې د امریکا له لوري دوه ځلې مرګوني بریدونه شوي، چې لوی انساني ناتارونه یې رامنځته کړي، یو په ۱۹۹۱ کې او بل په ۲۰۰۳م کې. له بلې خوا هغه ناورین چې په ۱۹۱۶ زیږدیز کال کې رامنځته سوه یانې د سایکس پیکټ تړون چې انګلستان او فرانسې منځنی ختیځ یې د خپل نفوذ او کنټرول په ساحو باندې وویشه. په ۱۹۱۷ کې د انګریزانو د بلفور اعلامیه چې پکې د یهودانو لپاره د ملي کور/هیواد=نیشنل هوم ملاتړ شوی وو.
هغه کیسه رایاد سوه چې په وړوکتوب کې مې اوریدلې وه، وایي یو پلار خپل زامن راټول کړل ټولو ته یې یو یو لرګی ورکړ او بیا یې ورته وویل چې مات یې کړۍ، زامن هم لګیا شول یو یو یې مات کړ، وروسته یې پلار ورته د لرګیو یوه ګیډۍ ورکړه او ورته یې وویل چې دا ماته کړۍ، ورونو چې کله زور واهه نشوای یې کولای د لرګیو هغه ګیډۍ سره ماته کړي. بوډا عاقل پلار یې ورته وویل چې که چیرې یو موټی او یولاس اوسۍ، تصمیم مو یو، او د حرکت لوری مو معلوم وي نو هیڅکله به غلیم ونشي کړای ستاسو د لارې خنډ واقع شي. د اسلامي وطنونو یا په بله معنا د اسلامي دولتونو، او داسلامي امت دا پاشیل کیدل نوره څه معنا لري بغیر لدې چې مونږ یو واحد زعامت نلرو. د اسلامي ریاستونو خپلسري په راوروسته پیړیو کې خصوصاً د اوولسمې پیړۍ څخه وروسته ددې لامل شوه چې اسلامي ځمکې، منابع، ذخایر، کلتوري، ټولنیز، او مذهبي ارزښتونه د دښمن لمنې ته په خیرات کې ورکړو او خپل ټول شته بولۍ ته کیږدو.
دغو ستونزو ته به کتو سره هغه څه کول په کار دي چې د یوه ملت د جوړیدو لپاره اړین وي. لومړی هغه ناره په کار ده چې دا ډیر وخت کیږي له هرځآی او د هر هغه مسلمان رهبر له لوري راپورته کیږي، د اسلامي امت د یووالي لپاره هلې ځلې، د یوه اسلامي خلافت یا د یوه داسې تړون رامنځته کول چې ټول اسلامي هیوادونه پکې ګډون ولري، د هغوی ګټې، زیانونه، او ټول سیاسي، اقتصادي، او ټولنیز اړخونه پکې په پراخه کچه په مشترک ډول وجود ولري. صنعت، ښوونه او روزنه، کلتوري وده، د مذهبونو د اختلاف د لمنځه وړو لارې چارې، او یوه داسې اردو رامنځته شي چې د ټولو اسلامي هیوادونو اردو پکې شتون ولري څو د یوه واحد دښمن په برابر کې واحده قوه وجود ولري. یوه داسې زعیم ته اړتیا ده لکه په لاندنۍ بیلګه کې: هرتصل چې یهودي بنسټ ایښودونکی وو، دده شعار دا وو چې صهیونستان به پخپل ټول توان او قوت د فلسطین لاس ته راوړل د نړیوالو حقوقو په سیوري کې ترلاسه کړي، هرتصل به ویل: کوم وخت چې مو د سلطان څخه فلسطین کې د اوسیدو (منشور) واخیست بیا به ترکیې ته زیاتې ګټې او امتیازات ورپه برخه کړو. هرتصل په کال ۱۸۹۶م کې په عثماني پلازمینه کې د اوسیدو په مهال د سلطان عبدالحمید غوږو ته دا ورسوله چې صهیونستان فلسطین د یو مستقل دولت په حیث غواړي. سلطان عبدالحمید د نوموړي کال په دوبي کې هرتصل ته د یو لیک په واسطه خبر ورکړ چې داسې یې پکې لیکلي وو: ښاغلي هرتصل ته نصیحت وکړۍ چې په دې اړوند وړاندې قدم پورته نکړي، زه نشم کولای چې حتی د فلسطین د ځمکې یوه لویشت پر هغوی وپلورم ، ځکه دا زما د ملت پورې اړه لري، دا هغه ځمکه ده چې هره لویشت یې د وینو په نذرانه کې د مسلمانانو لاس ته ورغلې ده. هرتصل دې خپلې پیسې وساتي کله چې زه مړ شوم او عثماني امپراطوري وویشل شوه نو بیا به فلسطین وړیا لاس ته راوړي. الله اکبر !!!
په درنښت
عبدالبصير عتيق زی