دښکلافصل

 
دبېلتانه سختې شیبې وې ، څه یې ونه ویل
اوښکې زماهم پښتنې وې څه یې ونه ویل
په مړاوو سترګو کې دې یوعالم خبرې وې خو
ستا تورې زلفې پرې خورې وې څه یې ونه ویل
بېګاه ماښام یې یو شیهد زلمی تیاره کې خښ کړ
دیوې نجلۍ زړه کې ګیلې وې څه یې ونه ویل
باید خفه مې کړي ، اوپرې مې ږدي، شي لاړه رانه
دا تائید شوې فیصلې وې څه یې وه نه ویل
زما په تور اوپه خپل زور یې له ما وشړله
دسپین کالي ملا نارې وې څه یې ونه ویل
یو چا اغزي شیندل دهغې دښکلا په فصل
پردی مالت پردۍ کوڅې وې څه یې ونه ویل
لاسونه را ،تګ ګړندی کړه ، رانه پاتې نه شې
دغم لښکرې راپسې وې څه یې ونه ویل
بیا مې دعمر مروره څنګ ته وغوښتله
یخ وو، دژمي سړي شپې وې ،څه یې ونه ویل 
۱۳۸۹/ لړم ۸ /جلال کوټ