سيورى

  
سيورى
       ټول عمر مې په يوه نامعلومه وېره کې تېرکړ ، زما په ځوانۍ کې خو يوه شپه هم داسې رانغله چې په ارام سر کېږدم او تا په خوب ووينم ، ما به ټوله شپه سترګې له وېرې رڼې نيولې وې او حس کوله مې چې سر ته مې يو تور شکل ولاړ دى او ددې انتظار کوي چې زه راويښ شم نو خپل حساب به راسره کوي  ، زه ډېر وروسته وپوهېدم چې دغه بدرنګ شکل سترګې نه لري ، ځکه يې په ما د اوده ګمان کړى و .
اوس پوهېږم چې زه همدغه وېرې خوړلى وم ، مخکې له دې چې همدغه وېره مې وخوري ما خپله ځان دغه وېرې ته په خوله کې ورکړ ، خپل يو خوب مې هم ستا په څېره رنګين نه کړ ؛ خو يوازې هغه وخت پوه شوم چې کله مې سترګې وغړولې او دغه سيوري ته مې مخامخ وکتل ، نور وېره راسره نه شته  ، زما سيورى هم له دغه بلا سره توپير نه لري ځکه په هره لاره جوړه سره روان يو او په سترګو کې ستا تصوير ګرځوم .
٢٠١٢ مارچ ٢٩