دځان غم

    ځوانې ښځې یې له الما رۍ نه دخپل ماشوم زوی یو کتاب راوچت کړ،پاڼې یې واړولې ، یو سپین پاکټ ته ورته کاغد یې ترېنه را واخیست او په شمیرلو قدمونو دخپل بوډا مېړه خواته را روانه شوه مېړه یې چې دخپلې تفنکچې دمرمیوپه پاکولوبوخت وو سر راپورته کړاو ښځې ته یې وکتل په خندا شو .
وه نام خدا اوس دې لکه چې کتابونوته هم مخه کړه څه پوښتنه درته په کې پیداشوې که څنګه دې پاڼې پسې واړولې هه !
بې له دې چې دښځې په حالت کې تغیر راشي خپل مېړه ته مخامخ کښناسته او غوښتل یې کومه مهمه خبره ورته وکړي ، خو خبره یې په خوله نه راتله ، مېړه یې شاته ډډه ووهله خپله تمانچه یې ها خوا ګزار کړه اوبیا یې ورته وکتل .
ګرانې زه ستا په شونډو کې موسکا غواړم ولې داسې بړوسه غوندې ناسته یې څه ټکه رالوېدلې ، اولادونه دې وږي دي که هغه نورو خفه کړې یې ؟
ښځې یې خپل لاس په زنه تکیه کړله مړو ند یې لستوڼی ښکته شو چې رنګارنګا قیمتي بنګړي په کې وشرنګېدل غلی ځواب یې ورکړ.
څه خبره نه ده کتاب هسې بې ځایه ایښی وو په ځای مې کړاویوه بله....
خاوند یې خبره ورپرې کړه
ګوره دزړه سره ته خوپوهیږي چې له هغو دوو نورو ته ماته ګرانه یې ، ښکلې اوقابله یې هره اونۍ چې له مرکزه راځم نو تاته یوه قیمتې ګاڼه راوړم هغه نوروته مې که کوم پلاستیکي بنګړی هم راوړی وي ګناګار دشم ،زه هروخت اوله شپه له تاسره تیروم خو ته بیاهم کومه خبره له مانه پټوې وایه څه خبره ده که دې روپۍ موپۍ په کاروي چې در یې کړم دبهادر خان جیبونه کله هم له پیسو خالي نه وي .
ښځې یې په فاتحانه انداز چت اوبیا دخپل مېړه په نکریزو سره کړې لنډکۍ ږیره له سترګو تېره کړه او زړه نازړه یې هغه کاغذي پاکټ له ډډې رابهرکړ
دقادر پلاره ته خوپوهیږي چې قادرجان نور زلمی دی ددوی زامن چې دې سن سال ته رسېدلی وو لاوخته دې کوژدې ورته کړې وې او....
خاوند یې په ځای کې راکښناست غوصه شو اوپه مخ کې یې ګونځې وغځېدی
ښه دې بې شرمه اوس یې په لیک کې دکوژدې غوښتنه کړې ام دایې هم دتعلیم ګټه زمانه بدله شوه لیک یې هم تاته درکړی .
ښځه یې په خبره کې ور ولوېده .
نه نه سړیه داخبره نه ده په دې کې بل څه دي ماتاته مخکې هم یاده کړې وه ما خپل ځان ته خپله نګور انتخاب کړې ته داوګوره
سړی ته یې لاس وراوږده کړ دکاغذي پاکټ له مینځه یې یو عکس راواخیست او دخاوند غیږې ته یې ورګزار کړ.
خاوند یې عینکې سترګوته اوچتې کړې او عکس یې دکړکۍ رڼاته سم کړ، یوه لوړه ښکلې نجلۍ دکوټې پردې ته ولاړه وه وړوکې سالویې په سر ځوړند او تورې زلفې یې په نرۍ ملا غځېدلې وي ، په شونډو یې موسکا خوره وه او ښی لاس یې په خپل سرباندې چترکړی وو .داسې ښکاريده لکه دعکس اخیستونکي نه چې ځان پټوي او دعکس اخیستل یې نه خوښیږي .
بهادر خان په سترګو لاس راتېر کړاو عکس ته یې بیا په ځير ځیر وکتل خوله یې وازه پاتې وه مخکې له دې چې څه ووايي ښځې یې خبرې پیل کړې .
دسمندر ماما لورده ډیوه په ښار کې یې تر لسم ټولګي سبک(سبق) هم ویلی دی
بهادرخان په شونډو ژبه راتیره کړه ، سترګې یې راغونډې او پزه یې غونجه شوه کوم سمندر؟
ښځه خوشحاله شوه او دهغه څنګ ته ورغله
زما دپلار دکورترڅنګ یې کوردی اوس اوس یې له ښاره کډه راغلې ډيرپخوا ښارته تللی وو په واده کې مې داځل ولیده مایې چې دخولې کش واخیست سمندر مجبور دی دومره سرکشي به ونه کړي زما دپلارګنۍ زور پرې بردی څنګه سړیه سمه دمه ښاپیرۍ ده کټ مټ دقادر غوندې ښکلې ده همد اوس لاس په کار شه چې دمرکو ډلې پرې ورماتیږي څنګه ؟
سړي عکس جیب ته کړساعت ته یې وکتل دساعت ستنې یې دماسپیښین یوه بجه ښودله له ځایه پاڅېد تمانچه یې څنګ ته واچوله .او روان شو ښځې بیا پسې غږ کړ
دقادر پلاره څه دې ونه ویل ؟
بهادر خان له ځان سره موسک شو .
خیردی لږ یې سړه خوره داخو دقلم اوقسمت خبره ده ګورو به چې دچاپه نصیب به وي .ماښام ته به له خیره پې وغګیږو.
په اوږده دهلیږ کې یې له ځان سره څو ځله ډیوه ...ډیوه تکرار کړه په رګونو کې یې وینه ګرمه شوه .له پراخه انګړنه بهرته ووت دکور له لويې دروازې سره دیوه سپین موټر دروازې خلاصې شوې دحجرې له شاوخوا کوټونه برچپک سرتیري راووتل او په همغه سپین موټر پسې روان شول .
                                                *****
       دماښام په تیاره کې ډزې شوې په هواکې سرې سکروټې وګرځېدې ښځه له ځایه پاڅېده دخپلې کوټې له کړکۍ یې بهر وکتل خاوند یې له دوو نورو کسانو سره چې هروخت به دده سره وو جینګه خوله را روان وو ترمخ یې دیوه هلک په اوږه له هندارو اوځونډیو جوړ دسمال دګروپونو رڼا ته ځلېده ، دښځې په زړه کې دخوښۍ څپه تیره شوه بهرته یې منډه واخیسته ، دمیړه مخ ته یې ودرېده داوبو له پیالې یې اوبه پرې ور وشیندلې لکه لېونۍ له ځان سره په خبروشوه شکر خدایه دنږور خاونده شوم ډیوه زما دکاله ډیوه شوه دقادر پلاره خدای دې اجرونه درکړي .زه پوهېدم چې زوی جان ته مې سم انتخاب کړی او ته به یې نه ردوې بهادر خان په مخکې روان هلک نه یو ګل واخیست غاړې ته یې کړاو بیا یې دښځې په اوږه لاس ورکیښود .
وه لیونۍ ! له هغې نه دې هم نږدې شوه ریښتاهم چې ماته دې سم انتخاب کړی وو.وام افرین ډبله شریني واخله .
دښځې سترګې راټولې شوې لاسونه یې په هواکې وچ پاتې شول
پوه نه شوم سړیه داته ...
خاوند یې په خبرو کې ورولویده
زه پوهېږم چې دسمندر ماما لور دې خوښه وه خو تراوسه خو لازه هم ځوان یم قادرجان ته به کوم بل ځای راګوره ،بیایې په زوره وخندل اویو قدم شاته شو.
لیونۍ نه دې اوريدلي چې
(( اول ځان دی بیا جهان )) 
۱۳۸۹/ لړم اتمه