ځمکې ته !

 
دځمکې دنړيوالې ورځې په مناسبت ځمکې ته يو شعر !
 
ځمکې ته !
ځمکه څه ده ؟
ځمکه لار زما او ستا ده
ځمکه پل دقدمونو
ځمکه مور دسروګلونو
پکې يو بل پيدا کېږو
له يو بل ځينې  ورکېږو
دديدن لومړۍ شېبه ده
دفطرت رنګين کتاب دى
له حوا سره وعده ده
دادم دمينې باب دى
زه او ته پکې مېشته يو
خو له يو بل بېګانه يو
ځمکه څه ده ؟
ځمکه سوې ترانه ده
په نړۍ کې که دمينې  او ژوندون شنه کرونده ده
خو زموږ په دې وطن کې
هديره هديره ده
هلته پرش پرې سره ګلونه
دلته وينه پرې خوره ده
په جګړو مو را ګټلې
موږ سرونه پرې ورکړي
په وسلو مو راګټلې
زلزلو رانه خوړلې
خپلو کرکو دښمنيو
سرو لمبو رانه خوړلې
دا اسمان رنګينه ناوې
زموږ مور زموږ  ډېوه ده
دنړۍ خلکو ته خاندې
خو له موږ خپه خپه ده .
 
٢٠١٢ اپرېل ٢١ _ کابل