دَ نفرت نۀ مې نفرت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي
محبت يو لوي نعمت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي
بې دَ دې نۀ يم نيمګړے ، بې دَ دې نۀ يم نيمګړے
ماته ئې څومره ضرورت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي
پۀ وړه خبره قار شي ، پۀ وړه خبره قارشي
بس پۀ کښې دا يو آفت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي
ماته تل پۀ سپکه ګوري ، ماته تل پۀ سپکه ګوري
زما زړۀ کښې ئې عزت دے ،خو جانان پرې نۀ پوهيږي
دا دعوه دي هسې نۀ کړي ، دا دعوه دي هسې نۀ کړي
ما پاللے مدام پت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي
ماته وائې ته څۀ غواړے ، ماته وائې ته څۀ غواړے
ما خو کړے محبت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي
نۀ انکار کړي نۀ اقرار يار، نۀ انکار کړي نۀ اقرار يار
حرکت کښې برکت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي
دَ ديدن پسې ئې ړوند شوم ، دَ ديدن پسې ئې ړوند شوم
دروغ نۀ دي حقيقت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي
کړي تواب نۀ ګيله څله ، کړي تواب نۀ ګيله څله
ډېر خراب دَ ده قسمت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي
٭٭٭٭٭٭٭
2008/2/2 ____ الرياض
وروستي