معنوي نظام

په بشري ټولنو کې د حاکمو قانوني نظامونو شتون ځکه اړین وي چې د ټولنې وګړي منظم کړي، د دوی او د ټولنې ترمنځ پر ارزښتونو ولاړې اړیکې سمبال کړي او همداسې د حقونو د عادلانه وېش په پار رامنځ کیږي.

د دې بیرون اصله او پر ټولنیزو نورمونو ولاړو نظامونو ها خوا یو ډول بشري دروني نظام هم شتون لري چې د هغو پر مدیریت او پایښت کې تر ډېره بریده سیاسي، اقتصادي او...نظامونه نه؛ بلکې د انساني معنوي نظام لاس وي.

معنوي نظام د انساني عاطفې، مینې، احساس، خیال، تخیل، فکر، شعور، نامحسوسو چلندونو او فطري اړیکو پر اساس جوړیږي.

که چېرته په انسانانو کې معنوي نظام ړنګ او غېرې منظم شي، پوه شه چې انسانیت ړنګ شو او ارزښتونه تر پښو لاندې شول.

که غور وشي پر ټولو علومو کې د یاد نظام په پار د پایښت او محکمېدو هڅې شوې؛ خو په نسبي توکه یې موږ منلی شو چې عملي شوې دې وي.

دا ولې په نسبي توګه عملي کیږي؟ ولې په مطلق که په مطلق ډول نه وي، ولې په نسبتآ زیاته اندازه نه عملي کیږي؟

راز یې پدې کې دی چې په وچو الفاظو کې یې د منلو او تطبیق هڅه کیږي ځکه خو یې په انساني ذهن د عملي کولو وس نه رسیږي او انسان تر اغېزې لاندې نه راولي هر عمل چې اغېزمن نه وي پر ذهن یې منل شوني شي.کله چې اغېزه پر ذهن غلبه وکړي نو انسان دې ته مجبوري چې اغېزې ته پر خپلې انساني محدوده کې ځای ورکړي او ترې ساتنه وکړي.

د بشر په تاریخ که وګورو هرې لطیفې قوې د یو مثبت بدلون هڅه کړې چې بشر پالو یې یاد هم پر خوږو الفاظو د منلو په دود وړاندې کړی چې دې ته بشري ـ تاریخي تجربه هم ویلی شو.

انسانان که د خپل معنوي نظام د بشپړاوي او پایښت په پار نامحسوسو ربطونو او فطري چلندونو ته متوجې نشي؛ نو د ځنګل په شان د ګډوډۍ ښکار ګرځي.نه به ځان وپېژني او نه هم ځاني ښودل شوي ټولنیز ارزښتونه، بیا به د یوه مړه ـ ژوندي مخلوق په شان پاتې وي.

د علومو پر تجربه کولو مو د معنوي نظام نسبي تطبیق تجربه کړئ؛ خو د مطلق یا په زیاته اندازه تطبیق او منل یې پر علومو سربېره پر فنونو او هنرونو کې په ښه ښکاره توګه تجربه کولای شو.
د فن او هنر کمال دا دی چې انسان په ټولنه کې ارزښتمند او لوړ معرفي کولای شي.انسان ته د چلند راز ورښایي او پر انساني چلندونو یې پابندوي، انسان ته د ژوند کولو چل ښکاروي، انسان په ټولنه کې ټولنیزوي او هڅه کوي چې ټولنیز وپایي.

دا د هنرمند فکر او فني ګوتو هڅه ده چې د انسان څخه کرکه، بدي، کینه، خیانت، دروغ، دوه مخي، ځان ځاني، ژبني چیچونه او نیمګړئ فکر له منځه یوسي او پر ځای یې مینه، ښکلا، حسن چلند، نېکې ټولنیزې اړیکې، د یو بل منل، ورورولي، سالم فکري تحروک، ځان پېژندنه، بل پېژندنه، د ښودل شوې انساني لارې تعقیب، خوښي، د ژوندانه ارزښتونه او...په هنرمندو الفاظو کې د فکري او شعوري سیند له تل څخه د سپېڅلي احساس، محرکه لوړ خیال او غښتلې عاطفې په ملتیا په زرینو کرښو وړاندې کوي.

پیر محمد کاروان صېب وایي:
شاعر یمه او مینه توده د لمر په شان
جانان په غېږ کې نیسم د ساړه سحر په شان.

مصطفی سالک صېب وایي:
سالکه نجونې دې غزلې غواړي
دا د بنګړیو بار دې وشرنګوه.
عزت الله ځواب صېب وایي:
د ادم غږ د رباب ترنګ و، درخو لولپه شوه
ته خو څه نه وایې ستاره تار خبرې کوي.

دا چې انسان پر ژوند کولو مکلف دی؛ نو بویه چې په ژوند کې د پرتو کمالونو پلټنه وکړي او هغه وښایي راپیدا یې کړي چې دا کمال موږ تر ډېره د هنر او ادب په تندي کې ښکاره ځلېدونکی لیدی شو.

د هنر او ادب کمال همدا دی چې د انسان درون اغېزمن کړي، کله چې درون اغېزمن شي انسان د ژوند پر چال چلند غور کوي او ځانته د منونکې لارې په لټه کې کیږي.
بل ځای بیا کاروان صېب وایي:
د تندې شپه او د ژوندون دا تکې سپینې اوبه
دا کوم حسین راکړې په لپه کې د مینې اوبه.

معنوي نظام د فن او هنر پر مټ روغ پاتې کیږي چې په خپله انسان یې ساتنه کوي او نه پرېږدي چې ړنګ او پر یوه وحشي کنډواله بدل شي.هنرمند لفظ هڅه کوې چې انسان تر خپلې اغېزې لاندې راولي او شته ارزښتناکه سټې یې د فکر او احساس پر اوږو وربار کړي.
شهنواز باقر صېب لیکي:
خیر دی زه به تاته انتظار کوم
خیر دی دېوالونه په اور نه سوځي.

بل ځای وایي:
باقره! ما ترېنه تاو کړي د احساس لاسونه
د ژوند ډېوه مې د طوفان مخ ته نیولې نه ده.

د معنوي نظام یاد شوي مینه، احساس، خیال او...توکي موږ په شعرونو او داستانونو کې په پراخه کچه ننداره کوو چې شاعر یا لیکوال یې ترمنځ د اتصال د کړۍ د قوي کولو او غښتلي پایښت لپاره مټې رانغاړلې دي.شاعر او لیکوال هغه الفاظ د شعر په تار کې پېي چې په هغه انسان خپلو ارزښتونو ته متوجې شي او د انساني ژوند د بقا سبب وګرځي.

د هر عمل دود او پالنه د انساني طبیعت پر بینا کیږي.که انسان ته طبیعت اجازه ورکړې وي چې ویې پالي او ژوندی یې وساتی، نو په پیاوړې ارادې یې پاالي، کله چې وپالل شي بیا د انسان د فطرت یوه برخه وګرځي او بیا یې نه پالل انسان ته یو ډول نیمګړتیا شي.