د منلو قانون


ټولنیز چلندونه په نسبي توګه انساني اړیکې په پیاوړیو او کمزورو تارونو سره جالوي.
روغ فکره او ذهین انسان پر کمزورو اړیکو د غښتلتیا فکر کوي. د خپلو شته ناسمو آرونو ارزونه په پوره غور کوي، لاسته ورغلې پایلې یې د ذهن له لارې له ځان سره شریکوي. نااباد، اباد وي. په نیمه یا لږ جوړ، د بیا جوړونې فکر کوي.

ټول فطري او اکتسابي ناسم چلندونه د ناسمو تمرین شویو اړیکو پایلې دي. که پر هر ناسم چلند د سمون فکر ونشي، د انسان په رواني تارونو کې د عادت کولو او عملي کولو غځونې کوي چې بیا د پخېدو بڼه خپلوي او انسان په ټولنیز لحاظ نیمګړی تعریفوي. لوی خوشحال وایي:
"که بد خوی په چا کې کیني نو عادت شي
عادت نه درومي له شخصه په تعذیر".

غیبت، دروغ، خیانت، غلا، رویا، تشدد "ظلم"، لویه، دوه مخي، شیطانت، د لغړو الفاظو کارونه، کچه اخلاق، په حق سترګې پټول...او ټول هغه مسایل دي چې په اسلامي مقدساتو: "آیتونو او نبوي احایثو" کې یې په بار بار یادونه شوې چې جرم دی، ګناه ده او مرتکب ته یې جزا ورکول کیږي او همداسې ورڅخه د ځان ساتنې ټینګار ورباندې شوی چې بې عیبه انسان له دې ټولو مسایلو څخه پاک او روغ دی.

هر لوستی انسان مسوؤل دی چې لومړی ځان، بیا په کورنۍ او ټولنه کې د ورته ناسمو کړنو په اړه د جوړښت لپاره مناسبې هڅې وکړي او د عملي کولو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي. نالوستي هم اړ دي چې ځان پرې پوه کړي.

د انسان معنوي زېور د هغه ارزښتناکه انساني ـ معنوي شتمني ده چې د انسان سپېڅلی دریځ د نورو مخلوقاتو سره توپیروي او درنښت وربښي.

که موږ بنسټیزو کردارونو او د ژوند کولو اصولو ته پوره پام وکړ، نو د یو بل د منلو قانون به پر ځان باندې حاکم کړو. د هوسا ذهن تر څنګ به جسمي ارامي هم زموږ په برخه شي او د خوشحاله ژوند لپاره به په لازمو پرمختګونو غور کولو ته مخه کړو.

هو، هره بریا او موخې ته رسېدنه رښتینولۍ، بشپړ زغم، غښتلې ارادې، مهربانۍ او پوره هڅې ته اړتیا لري.

 هر شخص په خپل درون " باطن" کې بېلابېلې وړتیاوې لري، د دې وړتیا د را برسېره کولو او د مناسب لګونې لپاره ډینامیک "متحرکه" فکر ته اړتیا وي، ډینامیک فکر د هر منفي فکټور د سمونې لپاره سالم سنجش ته مخه کوي او د حل لارې چارې یې لټوي.

زموږ کمزوري ناسم حرکتونه ډېری وخت د یوې پدیدې پر ظاهري حرکت او سطحي قضاوت چورلي چې ځینې وخت د حقیقت تر څرګندېدو وروسته بیا د پښېمانۍ اه... له خولې باسو ځکه کړې اشتباه زموږ ذهن نااراموي او د افسوس په دود مو سر ښورولو ته اړ کوي.

مخکې له دې چې پر سطحي پرتلنه سوړ اسویلی وباسو، لازمه ده چې له دقیق او پر ځای فکر څخه په پوره ادراک مثبته انرژي واخلو او پایله یې د خپل فکر له لارې له شعوري پړاو سره شریکه کړو.