د مازدیګر لمر ورېځې په خپل پلو کې رانغاړلی و، بازار ته په سودا پسې چکر شوم، د خوراکي توکو پلورنځي ته دننه شوم، په ونه لنډ پنډ سړی د اوږدې اوسپنیزې المارۍ شاته ولاړ و، د سودا لیکلی یادښت مې د المارۍ پر سر ورته کېښود، پلورونکي کاغذ ته لاس را اوږد کړ او د توکو په راخیستلو بوخت شو. شېبه وروسته چیغې شوې، وړاندې د سرک پر غاړه یوه سپین سرې ښځه ولاړه، ګڼ کسان د سپین سرې ښځې مخې ته ودرېدل، ما ته هم د دې د چېغو له امله پوښتنه پیدا شوه، نیږدې ورغلم، سپین سرې ښځې همدا جمله تکراروله:
ـ چی کنم او مردم؟ از دست ګوشنګی اولاد خوده از دست میتم...!!!
تودې اوښکې یې په یخ سوي، تور مخ را روانې شوې. د ولاړو کسانو پر څېرو ژوره خواشیني ښکاره شوه، یو بل ته یې وکتل، ورخطا ورخطا په خپلو جېبونو بوخت شول، له لږ ځنډ وروسته سپین سرې ښځې تور وچ لاس د تاو کړیو لسګونو او شلګونو پیسو ډک شو، پوزه یې کش کړه، ولاړ کسان یې تر سترګو تېر کړل، پورته یې وکتل، اسمان خړې ورېځې پټ کړی و، له ځان سره غلې بنګېده، د زاړه خیرن تور ټیکري پیڅکه یې ور ونیوله، اوښکې یې پرې پاکې کړې او د ګڼو ولاړو موټرو په منځ کې روانه شوه.
زما زړه د پښو تر تلو تېر شو، وېښتان مې زیږه شول او په یخه هوا کې د خولو ځای نه راباندې کېده.
په تلیفون کې راسره غږېدونکي کس وویل:
ـ شور و، چیغې وې، چېرته یې، خیرت خو به وي؟
په لوېدلي غږ مې ورغبرګه کړه:
ـ یوه زړه ښځه وه، ژړل یې. زر یې را غبرګه کړه:
ـ ولې؟
ورته مې کړه:
ویل یې چې اولادونه مې د لوږې له لاسه نیږدې ده چې له لاسه یې ورکړم.
غږېدونکی کس غلی شو، د تلیفون له بندېدو مخکې یې په احساساتي ډول وویل:
ـ بېخ دې ووځه د وطن دښمنه!
شفیع الله حقیار
وروستي