څنګه باور ترلاسه کړو؟

باور د یو لړ مانیزو هڅو او فزیکي حرکاتو ډاډمنتیا ده چې انسان یې د ځان او نور په اړه ترلاسه کوي.

هڅاند انسان تل فکر کوي چې د شخص یا ټولنې پر وړاندې په خامۍ محکوم نشي، فکر او عمل یې د مخاطب پر وړاندې پر ځای لګېدونکی واوسي. نظر یې نظر پاتې شي او عمل یې د عمل په میدان کې بریالی وځلیږي.

موږ په ورځ کې که په ورځ کې نه وي په اونۍ کې د یو داسې چا سره هرومرو مخ کیږو چې د نظر او کړنو په برخه کې موږ ته پوښتنې پیدا کوي چې یره فکر نه کوم لکه څنګه چې وایې داسې وکړې یا باور مې نشي چې ته به داسې وکړې یا داسې پوښتنه هم ولاړیږي چې وایو یره ستا د زړه او ژبې یوه نه ده...او

دې ته ورته تصورات چې کله د انسان په فکر کې را ټوکیږي دلیل یې په انساني ټولنه کې شخصي چلند او عکس العمل دی چې د چلند پر وړاندې یې تجربه شوی عمل تر سره وي.

انسان تل د منفعت پر اساس تصمیم نیسي هغه ګټې چې انسان شخصي هوساینه پکې ویني هڅه کوي خپلې یې کړي چې بیا د ټولنیز منفعت په اړه یې فکر مقید پاتې کیږي.

د باور تر شا د انسان د فکري او نفساني ارادې شتون هم لوی تاثیر لري چې کله کله انسان ځان ځانۍ ته کشوي او هغه څه پرې مني کوم چې غواړي دی په غرایزو کې ښکېل وګوري او د باور له دایرې یې ځانته کړي.

د باور لړۍ د انساني اړیکو له پیلیزو مادي او معنوي محرکاتو څخه پیلیږي چې ویښ او پر ځان حاکم انسان دغه لړۍ په منظم بڼه مدیریت وي او د ټولنې په غېږ کې یې مخ ته وړي؛ خو ویده فکره او محکوم النفسه انسان ته بیا د دې هنر د کارولو انرژي نه وي پاتې او په ټولنه کې ډېر ژر د شلېدلیو اړیکو پر بنیاد ګوښی کیږي.

هر څوک که دا تصور خپل کړي چې د بل چا په منفعت کې یې د ځان منفعت نغښتی دی باور به یې محکم او مننونکی پاتي شي؛ ځکه چې د بل ګټه د ځان ګټه بلل په اصل کې د ځان لپاره په ژوند کې د یوه بریالي مسیر انتخابول دي، د ځان بریالی مسیر د ټولنې د پرمختګ او هوسا کولو لاره ده.

په انساني ټولنه کې انسان د ټولنې اساس وي ځکه یاده ټولنه د ده په حرکاتو ژوندی بریښي همدا انسان دی چې هم یې وژني او هم ژوند ورکولای شي.

د دوو وګړو ډاډمنې ټولنیزې اړیکې باعث د ټولنیزو انساني اړیکو د پرمختګ کیږي او انسان د ژوند پر مفهوم پوهوي.

بې باوره اړیکې ټولنه له پراخوالي محدودیت ته راکاږي؛ یعنې په یو ډول ازاد زندان بدلیږي.
که باور د اشخاصو ترمنځ ټینګ شي ټولنیز پراخوالی به د جفرافیوي محدودیت په تناسب څو چنده وسعت ومومي او تل به په پراخه فکر د ټولنیزو ارزښتونو د ساتنې او غښتلتیا لپاره مټې نغاړل کیږي.