خوب

یاد دې شي ګلې !
نیمه شپه وه ،
زړه دې ډک وو،
سترګې دې سرې وې ،
آه دې وایست
په کرار دې راته وویل،
چې اې،
ما ته خو هیڅ خوب نه راځي،
ما دې کرار سر په خپله سینه کیښود
په ویښتانو کې دې مې ګوتې وهلې
کله مې درته فرهاد،
کله مې درته آدم خان
او کله به مې درخو او شیرینه یادول!
پاس آسمان په چوپه خوله
زمونږ ننداره کړله
هغه ته هم زمونږ کیسې
زړه راښکونکې وې!!
ما کیسې کړلې
ستا په ویښتانو کې مې
ګوتې لوبیدلې
شیبه وروسته!!
ګوتې دې زما په لاس
کې سستې سوې،
هوسۍ سترګې دې ورغلې وې
او په شیرین خوب ویده وې،