د ټوپک مشغولا

ما د ښار په يوه راډيو کې کار کاوه،زه به هر سهار راډيو ته تلم زما لاره په يوه داسې کوڅه وه چې په دغه کوڅه کې ډير کورونه نه وو.
زه به هرسهار او ماښام تلم راتلم ما به هره ورځ په دغه کوڅه کې د يوه کور مخې ته يوه ښځه ليده چې ناسته به وه دا ښځه د شکل نه سپينه غنم رنگه او د وجود نه ډکه ښځه وه او داسې ښکاريده چې باسواده ده،زه به چې هر وخت تلم نو دغه ښځه به ما دلته ليده چې ناسته به وه او د وړو وړو کاڼو نه به ېې واړه واړه قبرونه جوړول او بيا به ېې بيرته ورانول ،کله کله به ماد ځان سره فکر کاوه چې گنې ليونۍ ده خو نه زما فکر غلط و،ځکه هغه د شکل نه ليونۍ نه ښکاريده مگر کارونه ېې د ليونيانو وو،زه به چې هره ورځ همدغې کوڅې ته رورسيدم نو په دغه ښځه به مې سترگې لگيدې خو دې ښخې به هم ماته بې د کوم ځنډ
نه ستړي مشي ويله او ستړي مشي به يې هم داسې وه لکه بيخې چې ماپيژني اکثرا وخت به ېې غږ وکړ راډيو والا ستړې مشي، ما به په ډير شرم او حيا سره په خداى (ج) وبښه جواب ورکړ،زما په سرکې گڼې پوښتنې وې خو ما دا جرءت نه شو کولاې چې تر پوښتنه مې کړى واى .
څه به مو سر خوږوم خو ډير وخت تېر شو ماهڅه کوله چې له دې ښځې څخه وپوښتم خو زړه مې دااجازه نه راکوله چې ترې وپوښتم ،يوه ورځ چې کور ته لاړم نو د ځانه سره مې دا هوډ وکړ چې صبا به حتماً له دې څخه ددې د احوال په هکله پوښتنه کوم چې ولې دا هره ورځ دلته ناسته وي ...........
خو خير صبا شو خو کله چې راغلم نوموړې ښځه په دې ورځ هلته نه وه ،خو کله چې مازيگر بيرته راتلم نو ښځه په خپل ځاې ناسته وه او د تل په څيريې بيا غږ وکړ راډيو والا په خير راغلې، زړه مې ټينگ کړ او ورنږدې شوم دا چې ما په خپل موبايل کې راډيو نيولې وه او په راډيو کې سندره شروع وه غوښتل مې چې بنده ېې کړم خو ښځې بې له کومې خبرې زما نه ټلفون وغوښت او ما هم ټلفون ورکړ، دا چې په راډيو کې يوه سندره شروع وه نو ښځې هم موبايل غوږ ته ونيوه او سندرې ته يې په ژړا پيل وکړ.
خداى(ج) شته ډير زيات خفه شوم ان دا چې يو څه ژړا ماته هم راغله خو ځان مې ټينگ کړ ، ښځې سندره پوره واوريده او ښه ېې ورته زړه تش کړ،کله چې سندره ختمه شوه نو ټلفون يې راکړ او د کيناستو بلنه ېې راکړه زه هم کيناستم ورومې ورته ووې ترورې که خفه کېږې نه يوه پوښتنه درنه کوم هغه هم خپلې اوښکې وچې کړې او وويل وايه ځويه څه وايې ،لومړى ځل وه چې د تاثير لاندې راغلم او ژبه مې بنده بنده شوه او خپله خبره مې داسې پيل کړه .
ترورې مخکې خو راسره يوه پوښتنه وه خو مگر اوس راسره دوه پوښتنې پيدا شوې اول خو دا چې زه هره ورځ تاوېنم چې دلته ناسته ېې او د کاڼو قبرونه جوړوي او بيرته ېې ورانوې او بله پوښتنه دا چې دغې سندرې ته دې ولې وژړل ،ښځې يو سوړ اسويلې وويست او وې ويل ځويه دا ډيره اوږده قيصه ده که اوريدل غواړې نو کينه خو هسې نه چې نا وخته شي درباندې خو گوره چې قصه به تر پايه پورې اورې ،ما هم ژر جواب ورکړ نه ،نه ناوخته کيږي وايه ! ښځې په خپل ټيکري د خپلو سترگو کونجونه پاک کړل او په خبرو يې پيل وکړ.
زما نوم حليمه دې زما د خاوند نو خالد وه مونږ دواړو ډير په مينه واده وکړ او د واده نه وروسته خداى(ج) يو ځوي راکړ چې رحمت نوم مو ورباندې کيښود،رحمت زمونږ يواځينى ځوي وه او زمونږ نور بچي هم پېدا نه شوه نو ډير په مينه مو رالوي کړ، مونږ د اقتصاد نه هم ډير ښه وو،ډير په مينه او محبت سره مو ژوند تيريده او په ژوند کې ډير خوشحاله وو رحمت هم زلمى شو نو زه او د رحمت پلار په دې لټه کې شو چې رحمت ته ښځه وکړو،خو اخير مې ورته خپله خورزه وکړه ښځه بيا په ژړا شوه او بې واره سلگۍ يې وکړې او بيا يې په خبرو شروع وکړه،واده مو ورته راجوړ کړ خو بلاخيره د جنج ورځ شوه نو د ښځې نه بÙ
�ا خبر ختا شوې او په ژړا شوه زړه مې ډير تنگ شو او ډير خفه شوم خو دا ځل د ښځې سلگۍ ونه دريدې او په ژړا ژړا کې يې خبرې کولې او ويل يې چې کله جنج راغې نو د رحمت پلار په ټوپک ډزې پيل کړې او د لاس يې ټوپک ټوپ وخوړو او يو ناترسه مرمۍ د رحمت په ټټر ولگيده او دا زه چې ناسته يم دا هغه ځاې دې چې په دې ځاې کې رحمت په سرو وېنو کې لت پت پروت وو.
او د څو ورځو نه وروسته ېې د پلار زړه هم د ډير خفگان څخه وچاوديده او په دې ظالمه دنيا کې يې زه يواځې پريښوم او ماچې هغه سندرې ته ژړل چې هغه وې ( د ټوپک سره مې ټوکې مشغولا کړه په ختا رانه جانان ولګيدنه )ځکه چې ماته هغه وخت راياد شو چې په دې ځاې کې رحمت په سرووينو لت پت پروت وه او ما ورسره هڅ مرسته نه شوه کولې او ددې سره ښځې په چغو شروع وکړه او د کور په طرف روانه شوه .
١٣٨٩/٤/٥
پيښور گلدره