
بس نن يې په
زغرده
او په خلاصه ژبه
همداسې وپوهوه
او ورته ووايه چې
خوب مې له سترگوورک دې
او په خوب کې چغې وهم
ډير ناارامه يمه
لکه يو پوخ فلسفي
داسې د ژوند نه بيزار
بس د دې هرڅه يو علت موجود دې
چې زه يې تاته اوس ويلې نشم
خوبيا هم څه وکړمه
د خپل زړگي نه مجبور
بس دې نن وايم ورته
درسره مينه لرم
1389/7/22
د مرام راډيو نشراتي څانگه