ټپيزه اوټکوريزه د ټپې معنويت ته تاوان رسوي او که گټه؟

ليکنه:محبوب شاه محبوب
 
ټپيزې (مصريزې) چې په پښتو ادب کې يو نوى فورم دى او ډيره کمه موده يې کيږي چې رامنځ ته شوى،د لومړي ځل لپاره ټپيزه استاد مجاور احمد زيار ليکلې چې له هغې وروسته يې حنيف حيران په ډير کم تغير سره ټپيزې وليکلې چې استاد زيار هم ورسره ومنله او ويي ويل ((چې که ټپيزه هم داسې وليکل شي دا به ښه وي)) .
وروسته له دې نه په دغه فورم کې گڼو شاعرانو خپل قلم وازمويه چې لومړى کتاب حنيف حيران په دغه فورم کې چاپ کړ او له هغه وروسته بيا د رحيم الله ارماني او نورو گڼو شاعرانو کتابونه له چاپه راووتل .
ټپيزې په نوي او ځوان نسل خاص تاثير کړى دى او ډير مينوال لري چې ليکونکي يې ورځ تر بلې زياتيږي،اوس هم راځم او د ټپيزې په جوړښت يو څه غږيږم.
ټپيزه ټول پنځه مصرې (کړۍ) لري چې لومړى،دويم،دريم او څلورم يې نهه نهه سيلابه وي او وروستۍ مصره يې ديارلس سيلابه وي يانې اولني درې نيم بيتي يې د لنډۍ د لومړي نيم بيتي په وزن او قافيه وي،نو ځکه درې نيم بيتي چې د لنډۍ د اولني نيم بيتي هم قافيه او هم وزنه وي ليکي او بيا ورپسې لنډۍ تړي خو مخکې له دې  چې ټپيزه وليکي نو اول به ورته لنډۍ انتخابوي او له هغې وروسته به ورته مخکيني درې نيم بيتي ليکي.
چې زه يې  څو بيلګې راوړم .
 
په زړه مې ډېر ګلونه شنـــــه دي
زړه کې مې پټ دي هغه ښه دي
زما او ستا تر منځه څـــــــــه دي
نور خو يې هېڅ ويلي نـــــــه دي
دا ستا پېغور يې را کاوه په ژړا شومه\"
 
 
 زه به تر گوره درته کېښنم
چرته بي کوره درته کېښنم
د زړه  له  زوره درته کېښنم
يو کال به نوره درته کېښنم
زيارت خو نه يې چې جنډې به دي ساتمه
 
 
هغه له زړه نه راته ګران دى
د   ستمونو  يې  باران  دى
زما ترې سر او مال قربان دى
په ما يې زر منه احسان دى
چى جانان ټول کلى پرېږدي ما له راځينه
 
او داسې نور...
 
په اوس وخت کې ډيرى ليکوالان او شاعران د ټپيزې په نوم او فورم انتقاد کوي نو زه غواړم چې تاسې ته يې يو څه واضح کړم.
د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهنمل محمد ابراهيم همکار د ټپيزې د نوم په اړه داسې وايي:
((زه د ټپيزې فورم نه ردوم خو يوازې يې له نوم سره مخالف يم دا ځکه چې ټپيزه يو نظميه فورم دى نو پکار وه چې دې ته يې نوم ټپيز ايښى واى))
خو بيا يو شمير نور اديبان وايي چې ټپه په خپله ښځينه نوم دى نو پکار ده چې د ټپې پورې وتړل شي او ټپيزه نوم يې تر ټولو ښه دى.
خو يو شمير بيا وايي چې ټپيزه د ټپې معنويت ته تاوان رسوي.
د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهنيار سيدغني غني وايي :
((زه د ټپيزې کلک مخالف يم ځکه که چيرې د ټپيزې نه ټپه لرې شي نو بيا هيڅ مفهوم نه لري راځئ چې لږ فکر وکړو ټپه هغه فورم دى چې د نړۍ په بلې کومې ژبې کې نشته او په پښتو ولسي ادب کې هغه فورم دى چې په خپل دې وړوکي جوړښت کې ډير څه ځايولى شي او ځاى کړي يې دي مثلاً:
سبا مې بيا د کډو وار دى
په سر به پنډې ګرځوم په زړه غمونه
په دغه ټپه کې څه کم دي چې دوى د ټپيزې فورم ليکي،نو زما په خيال که چيرې د ټپيزې ونه ليکل شي دا به ښه وي ځکه چې ولې هغه د ټپې خوند او رنګ خرابوي))
په ريښتيا هم يو شمير داسې ټپيزې شته چې د ټپې معنويت ته تاوان رسوي ځکه چې لومړنۍ مصرې يې د ټپې سره هيڅ سر نه خوري نو همدا وجه ده چې د ټپې معنويت ته تاوان رسيږي او بې خونده وي لکه :
 
سلام کوم درته له ورايه
د زړگي حال دې راته  وايه
دعا کوم درته له خدايه
کاغذه ورشه ورته  وايه
يار دي د مرگ سلګۍ وهي تا يادوينه
 
جانانه څومره  ظلم ته کړي
ما د خپل زړه په کور کې زړه کړي
زه ګوره څه کړمه ته څه کړي
سترگې دي بيا راښکار نکړي
په انتظار کې دي اشنا ستوري شمارمه
 
 
د لرې پښتونخوا تکړه شاعر او ليکوال محمد اسرار اتل هم د هغو ټپيزو پلوي کوي چې معنوي تسلسل په کې موجود وي هغه وايي چې اکثره کم تجربه شاعران شته چې هغوي يوازې د قافيي او وزن خيال په کې ساتلى وي او ټپيزې يې ليکلې وي خو پکار دا ده چې خيال يې يو وي نه داسې چې پاس يو څه وي او په ټپه کې بل څه چې هيڅ معنوي تسلسل په کې نه وي موجود او دوى يې ليکي همدا وجه ده چې يو شمير اديبان ورسره مخالف دي او ټپيزه د ټپې معنويت ته تاوان بولي.
يوبل ځوان شاعر او ليکوال عبدالله هوډ بيا وايي:
(( دا يو نيک قدم دى او زه ورسره موافق يم ځکه دا د پښتو ادب په غني کيدا کې ډير مهم رول لري ،ښه به دا وي چې يو څوک ټپيزه ليکي نوې ټپې بايد ورته ايجاد کړي ترڅو زمونږ ولسي ادب هم يو څه پياوړى شي يانې لنډۍ به يو څه زياتې ايجاد شي،بله مهمه خبره او هغه دا چې لومړني درې نيم بيتي چې ورته ليکل کيږي هغه بايد دومره هنريت ولري چې که چيرې له لنډۍ نه پورته نه وي نو بايد د لنډۍ سره برابر خو وي))
يوه بله خبره چې له هغې سره هم ډير خلک مخالف دي هغه دا چې په ټپيزو کې بايد د شاعر نوم وانه خستل شي ځکه چې په ټپيزه کې د لنډۍ موجوديت شرط دى او لنډۍ د ولس مال دى،نو هيڅوک دا حق نه لري چې د ولس مال په خپل نوم کړي اويا دې په خپل نوم کتاب پرې چاپ کړي.
چې دا هم يو غوره منطق دى د دې خبرې په ځواب کې تر اوسه پورې هيڅ کوم کس داسې منطقي ځواب نه دى ويلى ځينې وايي که د ټپيزې په لومړنيو درېو نيم بيتيو کې که ذکر شي پروا نه کوي خو بايد په ټپې کې ذکر نه شي لکه په لاندې ټپيزه کې:
 
يارانه اوس په مسکالو شوه
خپله مي نکړه اوس پردو شوه
غورځنګه ستا د رازه پو شوه
کوڅه کې  ناسته په سلگو شوه
زما تصوير ته اوښکې ښکته تويه وينه
 
 
که چېرې د ټپيزې په لومړنيودريو نيم بيتيو کې که نوم ذکر شي دومره باک به ونه کړي خو دا به بيخي خلاف خبره وي چې يو څوک دې په ټپه کې نوم ذکر کړي.
له همدغه فورم نه په الهام سره په پښتو ادب کې يو بل نوي فورم هم لاره وکړه چې )ټكوريزه( نوم وركوي.په دغه فورم کې د کوزې پښتونخوا تکړه او معاصر شاعر اسرار اتل نه ستړې کيدونکي هلې ځلې کړي دي. ټكوريزه په اول ځل ليكلى شي له دغې يادښت سره، چې وتلى معاصر هنرمند كرن خان کرن هم پکې ډيرې هلې ځلې کړي دي چې په خپل خواږه غږ يې د لومړي ځل لپاره په پښتو سندريز بهير کې په خپل ښکلي غږ لا ښکلې کړې ،چې يقيناً ډېر ګران او نوى قدم دى،خو وروسته له دې ما هم د ټکوريزو په فورم کې يو څه کار وکړ چې د ګورګورې په نوم مې په ټکوريزو کې لومړۍ ټولګه هم چاپ کړه.
ټكوريزه په پښتو منظوم ادب كې يو نوى قدم دى، چې لكه  دنورو شعري اصنافو خپل جوړښت لري هم د لفظونو له لارې، هم د فن له لارې، هم د خيال او هم د مضمون.
لكه د ټپې د نومونو غوندې ټكوريزه هم د خوږ زړونو د ټكورولو كار كوي، چې دژوند د درد،درد احساس او پرهر پرهر اندامونو د رغولو په اړه به د پښتو ټپې په مرسته د خپل نوم معنى څرګنده كړى شي.
ټكوريزه د ټپې نه وړاندې كه ووايو، چې د څلورو مصرعو قطعه لري، نو بې ځايه به نه وي، خو دغه څلور مصرعې، چې د پېنځه سيلابونو دې يو خيال او مضمون لري او لومړۍ دوه مصرعې يې هم قافيه وي درېيم جدا او څلورمه بيا هم د لومړنيو سره يو شان وي كومې، چې د ورپسې ټپې د اولنۍ مصرعې سره هم قافيه وي، دلته بايد د بېلګې په توګه څو ټكوريزې راوړلى شي، چې د لوستونكيو سره معارفي هم شي او د ليك دغه اولنى قدم يې په راتلونكي كې د وړاندې تګ لاره وګرځي:
 
هېڅ درنه نه وړي
غم به په زړه وړي
خوږو له راشي
همېش تراخه وړي
خويندې  د ورور د كوره څه وړي
خواره زلفان په اوږو وړي په ژړا ځينه
 
 
سره زاريږئ
ژر رارسيږئ
ورغاړيوځۍ
مست شئ گډيږئ
عالمه خاندۍ خوشحاليږئ
د پښتنو پښتو ژوندۍ شوه خوند کوينه
 
د لرې پښتونخوا تکړه شاعر او ليکوال اسرار اتل د ټکوريزې په اړه داسې وايي:
((د ټكوريزې په اړه، چې ځينې ملګري دا ګڼي، چې ګنې د پښتو لنډۍ ته د معنويت او يا جوړښت په لحاظ زيان دى، بايد وويلى شي، چې ټپه د پښتو هغه يواځينى تاريخي صنف دى، چې صرف په پښتو او پښتنو كې دى بله كومه ژبه يا قام يې نه لري او نه يې ليكلى يا ويلى شي.
ټكوريزه، چې په دغه اړه يو نظميه جوړښت هم لري د پښتو لنډۍ خواږه لا زياتوي او د بلې خوا زموږ د ځينې قومي او تاريخي ټپو د خوندي كولو يوه شعوري او كاميابه هڅه هم ده، بايد دا هم وويل شي، چې هره ټپه ټكوريزه نه شي جوړېداى ولې د ځينو ټپو جوړښت داسې وي، چې د نظم په دغه برخه ګډېدو يې خوند لا زياتېږي او زړه  پرې تسكين مومي. ولې دا وينا هم ضروري ده، چې بايد د ټپې نه ورته د ټكوريزې پاتې برخه ښه مضمون او خيال ولري داسې نه، چې د ټپې د خوږو او خيال په زور په زړونو كې ځاى وكړي ،نو دغه خو خالي ټپه هم كولى شي، ځكه نو د ټكوريزې د ليك په وخت دغه فكر خيال كې وساتلى شي، چې د ښو ټپو انتخاب وكړى شي او دغه شان د پښتني قدرونو او كلتور له عملي ژونده مثبت خيالونه ورسره د نظم په اولنۍ برخه كې د ښه جوړښت سره ګډ كړى شي. دا فورم اوسمهال د ماشومتوب په لومړيو پوړيو کې دى نو په دغه فورم کې مونږ يوازې يوه چاپي ټولګه لرو چې ګورګورې نوميږي،پاتې شوه دا، چې ايا ټكوريزه به د پښتنو په زړونو كې لكه د نورو صنفونو ځاى وكړي، نو دا په لوستونكو پرېږدو او په ليكوالانو هم، چې د ټكوريزې په كوم انداز كې ستاينه كوي او تر كومه يې مخ پر وړاندې بوځي په دغه اړوند زه باوري يم، چې دا فيصله به په راتلونكي ډېر كم وخت كې وشي))
زه نو نورې خپلې خبرې نه اوږدوم زه هيله مند يم چې په پښتو ادب کې دغه نوي فورمونه لا ښه وده وکړي او ټول اديبان په يوه خوله شي او دغه د نظر اختلاف يې له منځه ولاړ شي.