د ملګرو ملتونو سازمان وپېژنئ
ډاکتر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
ملګري ملتونه يا United Nations سازمان په ۱۹۴۵ز کال د دويمې نړيوالې جګړې په وروستيو کې جوړ شو. ملګري ملتونه خپله اصلي موخه د شريرې جګړې څخه د راتلونکو نسلونو ژغورل يادوي.
د ملګرو ملتونو منشور د دغه سازمان بنسټيز اصل شمېرل کيږي. اوس مهال دغه سازمان ۱۹۳ هېوادونه د غړو په توګه لري. چې هر هېواد په عمومي جرګه يا جنرال اسمبلۍ کې د يوې رايې حق لري. عمومي جرګه پالېسي جوړونکې او د استازو ارګان دی.
د عمومي جرګې تر څنګ دغ سازمان پنځه نورې بنسټيزې ادارې لري.
- امنيت شورا؛
- د اقتصاد شورا؛
- امانت ساتونکې شورا؛
- د عدالت نړيواله محکمه؛
- او دارالانشا چې د ملګرو ملتونو له کار کوونکو جوړه ده.
انتونیو ګوتیرش اوس مهال د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي دی، چې د پنځو کالونو لپاره ټاکل شوی دی. نوموړي د ۲۰۱۷ز کال په جنوري مياشت کې خپله دنده پيل کړه.
ملګري ملتونه په خپل جوړښت کې نور مدغم شوي پروګرامونه هم لري. يیاد پروګراومونه په ګده کار کوي، چې په نړيواله کچه د جګړې مخه ونېسي، سوله او امنيت رامنځ ته کړي. د نړۍس خوارو او جګړو ځپلو ولسونو سره د روغتيا، زده کړو، کډوالو او اقتصاد په برخه کې مرستې تر سره کړي او په لويه کې د بشري حقونو ساتنه او دفاع وکړي.
وروستي