زما د شړۍ زما د شملې په سرکې سره ګلابه
زما په مينه کې روان څپه څپه ګلابه
ما د هيندارو په اوبو کې ستا نظر بلوه
ما د سندرو په خوږو شرابو ډېر لمانځلې
ما دې ښکالو ته بدرګه له ترنمه راوړه
ما دهنر د خورو څڼو رنګ کې هم پېيلې
د يو خواږه احساس پر ژبه لکه نوم دجانان
په خدای چې ګرانه ما خو ته کرلې ته کرلې
د پښتني عادت له مخې مې غېږ پرانستله
ما د نښترو او د غرونو شاعر وبللې
څنګه دې مخ د مرور سپرلي په څېر واړاوه
خدايزده د کومې زوروې ښکلا رنګ يوړې ؟
له ټولنيزه محبته دې لاس ومه خېژه
د ځان ځانۍ په لور د کومې ادا شرنګ يوړۍ ؟
سندريز غږ دې د چمبې په شانته شور نه کوي
ښايي اشنا د زمانې د غرور زنګ يوړې
مستا نه ! اوس دې د حسينو جامې هم اغوستي
رنګ دنکريزو که خواږه بوی د لونګ يوړې؟
ګرانه ! ته ګرم نه يې چې زه چاته لاس وغځوم
لاس مې پرې کېږي په مړوند کې څوک مې لاس نه نيسي
زما د ځان غوندې جانان هم ما د ژوند لاره کې
له پښو ونيسي له غوږ څخه مې پاس نه نيسي
هو دادې حق دی چې مې زړه د اور په کاڼو ولې
څوک چې ښيښې پرې کوي غلی پرې الماس نه نيسي
د بخت په تورو ګردابونو کې مې ساه بنده ده
د ژوند کتونکي مې نظر نيسي احساس نه نيسي
منم چې زه به په سندروکې څه نلرمه
د تخيل په مينارو به لاس بری نلرم
خو ما دميني جانانه پېغله چينه وبوله
څه که اوبو ته د چا لپوکې منګی نلرم
که څوک مې ځوانې هيلي رېبي لکه شنه فصلونه
کومې کينې ته په سينه کې ګرانه ځای نلرم
عمر دې ګل مه شه شاعره ګله ګل واوسې
زه په خپل ژوند كې بې دمينې بل كوم شى نه لرم
وروستي