مینه څه ده ؟


راځۍ د مینې په اړه څو بنسټیزې پوښتنې وکړو. مینه په خپله په خپل ذات کې څه ده؟ آیا مینه یواځې له انسان سره کیږي؟ آیا حقیقي مینه هغه ده چې له خالق سره کیږي او که له مخلوق سره؟ آیا مینه یواځې مال او دولت دی/ یا یواځې له مال او دولت سره کیږي؟ آیا مینه مور ده؟ آیا مینه وطن ده؟ مینه په څه که نغښتې ده؟ مینه له حیواناتو سره کیږي او کنه او که کیږي نو جواز یې چا ورکړی، اخلاقي بنسټ لري اوکنه، ټولنیزو اصولو ته زیان رسوي او کنه؟ مینه په رښتیا سره انسان ته ډاډ وربښي؟ آیا په رښتیا سره د مینې له ترلاسه کولو وروسته ټولنیز اصول په سمه توګه مراعات کیدلای شي؟ د مینې پیغام
او الهام څه دی؟ هغه لامل څه دی چې مینه راپاروي؟ آیا ښکلا ده او که د طبعیت او فطرت پایله؟ که چیرې ښکلا وي نو ښکلا څه ده؟ او که د طبعیت او فطرت زیږنده وي نو بیا د طبعیت، فطرت، او مینې ترمنځه اړیکه څه ده؟
شکسپیروايي چې مينه کول يو عذاب دى خو له مينې څخه محروم والى بيا مرګ دى، خو افلاطون بيا وايي چې مينه يوازې ملهم نه ده چې په پټۍ يې ولګوو اوخوند ترې واخلو بلکې نورو څيزونو ته بايد ارزښت ورکړل شي.
امرسن هم دمينې دارزښت په هکله وايي: يوعاقل کېدى شي زرکاله سوچ وکړي ترڅو يو کار وکړي يايوه مسله حل کړي خوداچې مينه يې ورسره وي په يوه ورځ کې يې ترهغه په څو برابره ښه اوغوره برابر او تمامولى شي.
مینه چې کله له انسان سره کیږي هغه ځآنته پړاوونه لري، له وصل څخه تر مخه چې کومه مینه ده هغه ډیره په زړه پورې ، له خلکو څخه پټه ، د رسم او رواج په زنځیر پورې تړلي وي چې انسان نشي کولای اظهار یې په ډیره اسانۍ سره وکولای شي او همیشه د یوه مرض او یوه درد په توګه یې له ځآن سره ساتلې وي او خپل زړه خوري، کله د خیال نړۍ کې ځآنته د عیش او فرحت هغه ماڼۍ جوړې کړي چې دی او دده مقابل په مینه کې ښکیل لوری پکې چکرې وهي ، ماضي یې هېره کړې وي ، مستقبل یې پناه وي او په حال کې ورک. دا پړاو ډیر جالب ، له کړاوونو ، زحمتونو ، او تکالیفو څڅه ډک دی ، ځکه همیشه انسان په دې کوښښ کې وی
چې داسې یو څوک ځانته غوره کړي چې دده په انډول او دده په مقیاس باندې بشپړ برابر او تړاو ولري او هغه څه چې دی غواړي ترلاسه یې کړي د هغه په مرسته او کومک یې کولای شي ترلاسه کړي. مینه هم داسې ده ، مینه د ارواحو اتصال ته لاره هواروي او عاطفي اړیکې پنځوي او شته وو ته ټینګښت وربښي.. چې په دې اساس انسان کولای شي د ټولنې له نورو وګړو سره د اختلاط په پایله کې ځآنته کومه نوې تګلاره او د ژوند کوم نوی پلان جوړ کړي.. د نورو په درد باندې ځآن خبروي او په دې کوښښ کې وي چې څنګه وکولای شي د لویدلي لاس پورته کړي او هغه څوک چې د خطر په څنډه ولاړ دي ترې جدا او د امن سیمې ته ورسو
ي ..
مینه انسان ته سکون او ډاډ وربښي ، او انسان یوه داسې حالت ته رسوي چې دی کولای شي هلته په ځآن باندې اعتماد او نفس باندې باور پیدا کړي ، له خپل ځواک څخه په معلومه توګه او د یوه معلوم هدف لپاره ګټه پورته کړي او د هغو خنډونو په مقابل کې چې دده په وړاندې ولاړیږي په جرات او میړانې سره مبارزه کوي او یو رنګه داخلی انقلاب او اوښتون ته ځآن او خپل ځواکونه هڅوي. خو کوښښ باید همیشه د انسان دا وي چې د مثبتو لورو په ټاکلو سره خپل خوځښت او یون د هماغو لوري ته پیل کړي او یو داسې نوښت رامنځته کړي چې وروسته نمونه او بیلګه پاتې شي..
د مینې دوهم پړاو تر وصل وروسته ده چې کله یو انسان په دې وتوانیږي چې له کلونو مبارزې او شخړې وروسته خپل منزل مقصود ته ورسیږي نو بیا طبیعي خبره ده چې د خوښیو په سمندر کې به ټوپونه وهي او روح به یې د خوښیو په آسمان کې الوت کوي. دا یو طبیعي امر دی چې هر انسان د خپل هدف د لاسته راوړو لپاره له هر راز وسلې څخه کار اخلي ، خو دلته باید یوه خبره په یاد ولرو چې دا شعار یو څه غرب وهلی ښکاري ځکه چې شرعي امورو ته په هر کار کې لومړیتوب ورکول د کامیابۍ او د هغه کار د بهبودۍ راز ګڼل کیږي، ځکه د غرب ټولنه داسې ده چې هلته دین او مذهب په هیڅ رنګه ارګان او قانوني چوکاټ کې څومØ
�ه چې باید وای مطرح نده او همدا د غربي ټولنې د اضمحلال دلیل دی چې نشي کولای له پیړیو پیړیو مبارزې او کشمکش څخه وروسته هم د خپل نفس اطمینان ته لاره پیدا کړي او ورځ په ورځ نوره هم پسې غرقیږي ، چې په پایله کې یې د ټولنیز عدالت او ویش د لمنځه تلو اسباب هم برابریږي.
انسانان معمولا له هغه چا او له هغه څیز سره مینه کوي چې له ده سره په فطري ډول برابر وي او فطرت کې یو بل ته ورته والی ولري نو که یو سړی له ښځې سره مینه کوي ددې معنې داده چې دوی په فطري ډول سره برابر دي او که یو څوک له حیواناتو سره مینه کوي مثلا مونږ یې په ورځني ژوند کې داسې خلک وینو چې سپي یې له پړي نیولی وي او د جنګ میدان ته یې کش کاږي او یاهم چرګ او مرړز.. ددې ټولو معنې داده چې دوی په فطرت کې همداسې کسان دي او دوی په فطرت کې یو بل ته ورته والی لري .. د غرب په ټولنه کې که دمیني انځور ته وګورو هلته بیا بل ډول دی ، هلته مینه تصنعي ده ، خپل حقیقي رنګ یې له لاسه ورک
ړی او څوک دا نشي تفکیک کولای چې مینه یعنې څه ؟ مینه هلته په ټولیزه توګه د دنیایي مال او متاع رنګ لري او که په بل ډول وي نو بیا که چیرته وڅیړل شي نو بنسټ یې بیرته همدا دنیا ګرځي .. یعنې ټول اجزا د غرب د ټولنې په مادي مدار پورې څرخي او داسې کوم معنویت هلته نسته چې د غرب کوم څوان ، پیغله ، او یا بوډا دې هلته پناه وروړي.. له حیواناتو سره ددوی بیسارې مینه دیته نغوته کوي چې ددوی تهذیب او تمدن او ددې خلکو فطرت څه بل رنګ دی هغه داسې چې یو انسان کله پوه نشي چې خپل د مینې انډول او برابر کس ځآنته په ګوته کړي نو هغه به څرنګه وکولای شي چې نورو ته مینه وښیي او ځآن په نړۍ
کې د میني سمبول معرفي کړي..
بل خوا ګورو چې مینه په اسلامي ټولنو کې کوم انځور لري؟ څنګه انځور شوې او په کومو معناوو دلته شتون لري ؟ د مینې پړاوونه په اسلامي ټولنه کې ډیر جالب، او زړه راښکونکي دي ، او په دې ټولنه کې خپل د تکامل ګامونه ډیر په احتیاط سره اخلي، او لکه څنګه چې هر څه ته قالب او شکل شتون لري همداسې مینې ته هم شتون لري! له خپل سیال سره مینه کول، خپل د مینې معیار پیژندل، او ځان هدف ته رسول دا ټول پکې د یوه قانون او اصل په معنا وجود لري .. د غربي ټولنې په عکس سره دلته هر څه په اندازې او خپل محیط کې دي، لکه له حیواناتو سره دومره مینه چې هغه دې له ځآن سره په بستر کې څملول شي او یا دې د کور او فامیل کوم غړی وښودل شي ، او یا دا چې د خپل فرهنګ او کلتور نمونه دې وګرځوي، دا په اسلام او اسلامي ټولنو کې غندل شوي او د منلو وړ ندي. ځکه په اوسط ډول سره هر څه باید ترسره شی او یا هم د کوم مصلحت له لوري باید ترسره شي ، مثلاْ د سپي ساتنه به کور کې منعه ده خو که د غلا او غلو وېره وه نو بیا یې کولای شې چې وساتې، او همدارنګه رحم او ترحم په حیواناتو باندې جایز او ظلم او تیری ورباندې ناروا ګڼل سوی دی.
د مینې لامل څه دی؟
د مینې لامل له آره عاطفي اړیکه لري. ښکلا کیدلای شي لوی لامل وي ځکه مینه وروسته له ښکلا پنځیږي نه مخکې له ښکلا. اوس به راشو دیته چې ښکلا څه ده؟ آیا ښکلا همدا ده کومه چې مونږ په ورځني ژوند کې طبعیت، انسانان، رنګونه، او نور ... وینو؟؟! ښکلا په سترګو کې ده او که په لید کې؟!
ښکلا په دوه ډوله ده؛ ۱: ظاهري ښکلا ۲: باطني (معنوي) ښکلا
ظاهري ښکلا هغه ده چې مونږ یې په خپلو سترګو وینو، د بیلګې په ډول د انسان د بدن ښکلا، قد، اندام، د بدن تناسب او برابروالی، د مخ کاسه او د هغه توکي چې ښایست ته نوره پیاوړتیا هم وربښي. دا ښکلا ظاهري ده چې بشپړه نده.
باطني ښکلا هغه ده چې په معنویت پورې اړه لري، لکه ښه اخلاق او خویونه، علم او پوهه چې د انسان معیاري ارزښت، ټولنیز او علمي شخصیت جوړوي. کله چې دا دواړه ښکلاوې سره یو ځای شي نو بیا ښکلا واقعاً ښکلا ګرځي. هغه څه ته چې باید ډیر ارزښت ورکړل شي هغه باطني او معنوي ښکلا ده، ځکه انسان په خپله یو داسې موجود دی چې له مادیت څخه معنویت ته او له خشم او زورواکۍ څخه عاطفې ته ډیر نژدې او اړیکې یې له معنویت سره ډیرې پرله پیچلې دي. رسول کریم صلی الله علیه وسلم د ژوند د جوړې د غوراوي په اړه فرمايي چې: داسې یو څوک ځانته انتخاب کړۍ چې څلور کوایف ولري، ۱: ښایسته وي، ۲: حسب ولري  ۳: نسب ولري، ۴: دینداره او باتقوا وي، خو بهتره او غوره هغه ده چې تقوا ولري او دینداره وي...که چیرې پورتني حدیث شریف ته وګورو نو د معنویت رنګ به مونږ ته ډیر روښانه وځلیږي چې اسلام معنویت ته څومره ارزښت ورکړی او په معنوي ښکلا باندې څومره ټينګار کوي.
او په پای کښې د طبعیت ښکلا هغه څه ده چې غمجنو زړونو ته پوکی ورکوي له مړژواندۍ څخه یې د مستۍ په لور بیایي او څه چې مهم دي هغه د خلقت راز دی چې باید عاقلین یې پیدا کړي او نورو ته یې د رسولو کوښښ او هاند وکړي. کولای شو ووایو چې انسان هم ددغې ښکلا یوه مهمه او لویه برخه ده چې په ژوندون کې د خپلې ښکلا او مینې له امله هیښنده تغیرونه راولي. کامیاب انسانان هغه دي چې ژوند یې نورو ته له عاطفې ډک وي، نورو ته مینه ورکوي، د نورو ښکلا په خپلې ښکلا کې مدغم، او دهغو د ښکلا ساتنه وکړي.
په مینه
عتیق زی