نن مې بيا په زړه راورې زړه راورې
راياديږي بيا ستا سترګې تورې تورې
*******
دمودوپس مې يوه بوسه نن واخيست
راته ولې کوې دومره ستغې سپورې
*******
په وعده باندې وفا وکه نن راشه
بهانې مه جوړوه بيا نورې نورې
*******
سپين رخسار دې لکه شمع رڼايي که
زه پتنګ په تا شېدا د سپوږمۍ خورې
*******
چې قادر الله مې خپله مينه را کړي
دوعا ګانې راته وکه خوږې مورې
*******
په کوم خوا يې رانه يوړې زما مينې
دا بلا په کومه لاړه په کوم لورې
*******
مشکور ستا له غمه مرمه په سلګو يم
ائ ظالمه ياره راشه که مې ګورې
*******
\'\' مشکور
وروستي