(اختر په وينو رنګ)

 ګرانو يارانو دا (نظم) مې پرون دنیمروز خونړيو چاودنو نه ورسته چې په لسګونه ولسي بېګناه افغانان په کې ووژل شول او راتلونکئ اختريې په وينو رنګ کړ وليکه< او تاسو ته يې د لوستلو بلنه درکوم مننه(مشکور)
(اختر په وينو رنګ) *********** اختر په وينو رنګ راځي ،دلبر په وينورنګ ماښام مو دی په وينوکې سحرپه وينورنګ ****** په خپل کورکې مې وژني ،داغيارو ظلم زور دی جونګړه مو په وينو کې ،دفترپه وينو رونګ ****** بس وينې وينې اوښکي ځي ،دهرافغان له سترګو ليدل کتل د وينو ،او نظر په وينو رنګ ****** زمونږ د هر وګړي نه خوښئ د ژوندون اخلي ليدل غواړي اغيار هريو نفر په وينو رنګ ***** دخپل وطن دفاع ته مو هم نه پريدي داخلک مرچه په وينو وينو کې سنګر په وينو رنګ ****** دخدائ په کور کې هم اوس امن نه لرو څه وکړو جمات زما په وينوکې ، ممبرپه وينو رنګ ****** په هر لوري دوينو ابشاورنه دي بهيږي ګلشن په وينو لت پت دی،ګودر په وينورنګ ****** زړه چودې يو فرياد کاو،په چيغو،چيغو ژاړو چنار په وينوترشولو،نخترپه وينورنګ ***** په هره پوله نښې د غليم دستمونو هم غرپه وينورنګ زمونو ،کمر په وينو رنګ ****** دبڼ دبلبلانوځالې هم په لمبو وسوې طوطيان دي په سرو وينو کې کوتر په وينو رنګ ****** د هرکس و ناکس نه مې زړه تورشو ای مشکوره! زړګۍ په وينو ډوب زما ځګر په وينو رنګ
  ****** (مشکور)