نيستي وژلئ نه شم

 دنيا په ما پسې ځي که په دنيا پسې يم
مسيرمې کوم طرف ته او زه په چا پسې يم

دګل په پل مې پل ږدم خو ګل ته نه رسيږم
مزل کوم خو بیاهم منزل ته نه رسیږم
تقدير په ماپسې دی خوزه دعاپسې يم

غربت نيولئ يمه سيالي کولی نه شم
هستي په لاس نه راځي نيستي وژلئ نه شم
ای د اسمان ستوريه ستا په ځلا پسې يم

ای د بې کسوخدایه ترتا به څنګ رسېږو
وصال په سوله کې ده او که په جنګ رسېږو
تندئ په خاورو ږدمه بيا په بقا پسې يم


په کړنګونو کې يم زه غور ځيدلئ يمه 
هجران سيځلئ يمه بیلتون رټلئ يمه
د مرستې لاس غواړمه په مسيحا پسې يم

ربه څه چل وکړمه چې ته مشکور شې رانه
ستا ناراضي نه غواړم رضا ضرورشې رانه
ستا رضایت په څه کې ستا په رضا پسې يم


مشکور