
روهي ( یوه نۍ/۸ د غوایي )، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په امریکا کې د روسۍ ماریا بوتینا په ۱۸ میاشتو زنداني کېدو غبرګون کې ویلي، دا محاکمه 'ملنډې وهونکې' ده. پر ماریا د څارګرۍ تور لګول شوی دی.
امریکايي څارنوالان وايي، ماریا بوتینا له رسمي ثبت پرته هڅه کوله د امریکا په سیاسي بنسټونو کې نفوذ پیدا کړي.
نوموړې چې د نړیوالو اړیکو لوستلو لپاره د محصلې په توګه امریکا ته تللې وه، د یوه روسي سیاستوال له خوا د امریکا د ملي وسلې د ټولنې په څېر په سیاسي بنسټونو کې د نفوذ پیدا کولو لپاره ګومارل شوې وه، چې له دې لارې له امریکايي چارواکو سره په پټه او نامستقیم ډول اړیکي پیدا کړي.
بوتینا په پیل کې دا تورونه رد کړي وو، خو په تېره ډیسمبر میاشت کې یې پرې لګول شوي تورونه ومنل.
پوتین چې د ورېښمو د لارې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی، نن د اغلې بوتینا د حکم په اړه خپل دریځ په ډاګه کړ: "مالومه نه ده چې بالاخره هغه (ماریا بوتینا) په کوم جرم محکومه شوې او ګناه یې څه وه."